د لاس رسي وړ اتصالات

که ما تعلیم کړی و، میړه به نه پریښودمه


که ما تعلیم کړی و، میړه به نه پریښودمه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:28 0:00

که ما تعلیم کړی و، میړه به نه پریښودمه

ډاکه – بنګلدیش

ماهي لا تنکۍ ځوانه وه چې د سینما په ستوري بدلیدل یې هیله وه، خو په ۱۱ کلنۍ کې یې داسې کس سره واده وکړ چې هیڅکله یې لیدل نه وو.

له واد شپږ میاشتې وروسته میړه یې ورڅخه غوښتنه وکړه چې ۲۰۰۰۰ ټکه ( بنګلدیشۍ پیسې) ورته پیدا کړي، خو په حقیقت کې میړه یې غوښتل چې ماهي پریږدي.

همدا وه چې طلاق یې کړله، له ماهي ښوونځی پاتې شو، آیا اوس به یې د ژوند هیل پوره شي؟

د ماهي د ژوند کیسه:

زما نوم ماهي دی، ۱۱ کلنه ومه چې پلار او مور راته یو کس خوښ کړ او واده یې کړمه، خو دې ته یې و نه کتل چې هغه ښه که بد سړی دی.

له یو څو کسانو یې په هکله پوښتنه وکړه، ورته یې ویلي وو چې هغه بډایه دی.

زما مور او پلار او مشرانو واده برابر کړی وو، زه په هیڅ هم نه پوهیدمه.

ماهي وايي "مور ته مې سوال وکړچې غواړمه درس ووایمه، نه غواړم واده وکړمه، خپلې مشرې خور او د اوښي ته مې هم همداسې وویل."

خو هغوی ورته وویل: "موږ بې وزله یو، لږترلږه ته خو اوس کولای شې واده وکړې، که درس ووایې آیا ښه دنده به پیدا کړې؟ ژوند به دې څنګه تیریږي؟"

د ماهي کورنۍ ورته وویل "واده وکړه، کورنۍ جوړه کړه او له خپل میړه سره ژوند وکړه".

ماهي وايي ټولو ته مې خپل خپګان ښکاره کړ، خو مجبوره ومه چې دغه کس سره واده وکړمه، نو ځکه مې غاړه کیښوده او میړه یې له واده وروسته ولیدو.

له واده پنځه، شپږ میاشتې وروسته میړه ورته وویل: "ماهي! غواړم د چای دوکان جوړ کړم".

"ته باید ماته ۲۰۰۰ ټکه (۲۳۶ ډالر) راته پیدا کړې".

خو ماهي نه پوهیده چې میړه یې د چای دوکان نه جوړوي، غوښتل یې چې هغه پریږدي.

څو میاشتې وروسته یې طلاق ورکړ له یو بلې نجلۍ سره یې واده وکړ او د ماهي ژوند یې برباد کړ.

ماهي وايي "که ما تعلیم درلودی ، میړه به مې نه پریښودمه".

زه ټولو میندو او پلرونو ته وایمه چې په ماشومتوب کې خپلې لوڼې مه ودوۍ، ژوند یې مه خرابوۍ.

XS
SM
MD
LG