د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د حکومت د یوې برخی د بندیدلو دریمه اونۍ ده


د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ

یوځل په ١٩٩٦ کال کې هم حکومت د ٢١ ورځو لپاره بند شوی و. خو هغه وخت ټولو غوښتل چې حکومت خلاص ‍شي، مگر اوس یوه خواهم تراوسه له خپلودریځونو نه تیریږي.

له بل پلوه ولسمشر د تیرې پنجشنبې په ورځ، د تکساس ایالت د مکالین په سرحدي ښارگوټي کې گواښ وکړ: "...موږ به ېې یا بریا ولرو او روغه جوړه به وکړو؛ زه فکر کوم روغه جوړه د هرچا لپاره بریا ده او یا به زه ملي اظطراري حالت اعلان کړم."

نن یکشنبې د حکومت د یوې برخی د بندیدلو دریمه اونۍ ده، او ټول ټال اته سوه زر ه فیدرالی ماموران په موقتی ډول بیکاره دی، په دې کې یوه برخه کارگران کار کوی، خو یوه خوا هم په دی نپوهېږي چی کله به تنخوا واخلي او که نه.

دحکومت بندیدل
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

په بنیادی ډول د حکومت بندیدل له دې نه را پېدا شوېدي چی ولسمشر د امریکا او مکسیکو لپاره په سرحد کې ددیوال وهلو لپاره ٥ اعشاریه اوه ملیاردو ډالر غواړي او دامریکا ولسي جرگې ېې له ورکولو نه انکار وکړ.دموکراتان فکر کوی چی ستر دیوال قیمته دی او دامنیت لپاره د حل یوه زړه لاره ده.

XS
SM
MD
LG