د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د دولتي دفترونو د بندیدلو لړۍ درې نورو اونیو ته اوږده شوه


کابل کې د خلکو پر تګ راتګ باندې بندیز هم له دوو اونیو وړاندې لګیدلی دی.
کابل کې د خلکو پر تګ راتګ باندې بندیز هم له دوو اونیو وړاندې لګیدلی دی.

افغان حکومت د پنجشنبې په ورځ اپریل ۱۶ ( وري اتوویشتمه) په یوه اعلامیه کې وویل، چې د کرونا ویروس د لاخپریدو د مخنیوي لپاره کابل کې د دریو نورو اونیو لپاره ټول دولتي دفترونه تړي.

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون په یوه اعلامیه کې ویلي " دا پریکړه د کاري رژیم د کړنلارې د لومړۍ شمیرې د ضمیمې د تعدیل او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کابینې د پریکړې پر اساس د کرونا ویروس د ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي لپاره شوې ده".

افغان حکومت د مارچ په ۲۱ ( وري دوهمه) د کرونا ویروس د ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي لپاره په کابل کې ټول دولتي دفترونه د دریو اونیو لپاره وټړل، چې د دفترونو د ټړلو دا لړۍ ټاکل شوې وه، چې د راروانې شنبې په ورځ پای ته رسیدلی وی، خو اوس به دا دفترونه بله میاشت د ثور په دیارلسمه پرانیستل شي.

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون د دغې پریکړې له مخې د دولتي ادارو رئیسان او عمومي رئیسان مکلف دي، چې د ضروري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د خپل کار په ځایونو کې حاضر اوسي.

همداشان دا اعلامیه وايي، چې د وزارتونو او دولتي ادارو هغه مامورین، چې د ضروري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره یې شتون لازم وګڼل شي، هغوی هم مکلف دي، چې خپلو وظیفو ته حاضر شي.

په اعلامیه کې راغلي"د ملکي خدمتونو ادارو کارکوونکو ته خبرداری ورکول کیږي، چې ولایتونو ته د غیر ضروري او غیر رسمي سفرونو څخه ډډه وکړي او که نه د تادیب سره به مخ شي".

په دغه اعلامیه کې امیدواره ښځې، چې د عامې روغتیا په وزارت کې په مرکز او ولایتونو کې کارکوي هم د کرونا ویروس د ناروغۍ څخه د خوندیتوب لپاره د دریو اونیو لپاره رخصت شوې دي.

همداشان دا اعلامیه وايي، چې د ملکي ادارو کارکوونکي، چې له دغې رخصتۍ ګټه اخلي د ټولو هغو امتیازاتو څخه برخمن دي، چې دمخه یې په دفترونو کې د کار پر مهال لره.

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون وايي، چې دا رخصتي د مامورینو به کلنۍ قانوني رخصتۍ کې نه شمیرل کیږي.

په افغانستان کې د کرونا د ویروس لومړۍ مثبته پیښه د کب په پنځمه د هرات په ولایت کې ثبت شوې ده.

د عامې روغتیا د وزارت د معلوماتو له مخې نن د پنجشنبې تر ورځې پر دغې ناروغۍ ۸۴۰ تنه اخته شوي، چې دیرش تنه د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي او ۵۴ تنه نور د درملنې وروسته له روغتونونو څخه رخصت شوي دي.

افغان حکومت کابل کې د دریو نورو اونیو لپاره دولتي مامورین په داسې حال کې رخصت کړي، چې د حکومت د پریکړې له مخې دغه ښار ته ټولې غځیدلي لوی لارې هم د روانې اونۍ له پیا څخه راهیسې بندې شوي دي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ میلادي کال د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو .

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د پنجنشې ورځې اپریل ۱۶ (وري۲۸) پورې نړۍ کې څه باندې ۱۳۷زره کسان مړه کړي او له دوه میلیونو زیات نور پرې اخته شوي دي.

اوس مهال دا ناروغۍ د نړۍ په ۱۸۵ هیوادونو کې خپره شوې ده.

XS
SM
MD
LG