د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د دایمي اقامت لپاره د لاټرۍ درخواستونه ورک شوي


د امریکا د بهرنو چارو وزارت وایي چې په امریکا کې د دایمي اقامت لپاره د لاټرۍ درخواستونه ورک شوي

د امریکا د بهرنو چارو وزرات وایي چې هغه کسان چې په امریکا کې یې د دایمي اقامت لپاره درخواستونه ورکړیدي، هغوي دې یو ځلې بیا درخواستونه ورکړي ځکه چې د هغوي نه د یوې تخنیکي ستونزې له کبله دغه درخواستونه ورک شوي.

د بهرنو چارو وزرات په خپلې ویبپاڼه لیکلي چې یواځي هغه درخواستونه ورک شویدي چې د اکتوبر د ٣ نیټې نه واخله تر ١٠ نیټې پورې داخلې شوې وی.

"هغه درخواستونه چې د اکتوبر د ٣ نیټې نه واخله تر ١٠ نیټې پورې داخل شوي و، هغه د سسټم نه لیرې کړ شویدي او باید یو ځلې بیا داخل شي."

د بهرنو چارو وزارت وایي چې دغه تخنیکي ستونزه یې حل کړي ده او اوس کاندیدان کولی شي چې خپلې درخواستونه یو ځلې بیا ورکړي. وزارت زیاتوي چې د چارشنبې د ورځې یعنی د اکتوبر د ١٨ نیټې نه به یو ځلې بیا د دایمي اقامت لپاره د لاټرۍ درخواستونه اخلي.

XS
SM
MD
LG