د لاس رسي وړ اتصالات

څیړونکي: د ګوانتانامو خپاره شوي پټ اسناد اوباما ته سرخوږی دی


څیړونکي: د ګوانتانامو خپاره شوي پټ اسناد اوباما ته سرخوږی دی
څیړونکي: د ګوانتانامو خپاره شوي پټ اسناد اوباما ته سرخوږی دی

د امریکا د اردو په سلګونو تازه خپاره شوي پټ اسناد د ګوانتانامو د زندان د اوو سوو زندانیانو معلومات ښيي‫. د امریکا غږ کیرولاین پریسوټي دا څېړلې چې ددغو اسنادو خپرېدل به د امریکا پر نظامي زندانونو او د ګوانتانامو د زندان په بندېدلو څه اثر ولري‫.

د ویکیلیکس په دغو اسنادو کې د ګوانتانامو د تیرو نهو کلونو تقریبا د ټولو زندانيانو معلومات شته‫.‌

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هغه شواهد نیمګړي بللي چې په اساس یې دا بندیان نیول شوي او د دوی له خوا د پیښ خطر په اړه د ممکنه او نامعلوم کلمې لیکل شوي دي.

د ۲۰۰۲ کال راهیسې نږدې ۶۰۰ زندانیان له ګوانتانامو ایستل شوي او دا وخت یې د زندانیانو شمیر ۱۷۲ دی‫.‌ میشل مکلور په واشګټن کې د امریکن پوهنتون د نظامي عدل د انسټیټوټ رئیسه ده، دا وايي: ‫((د ګوانتانامو ځینې بندیان د سزا وړ دي خو ځینو نور یې هیڅ جرم ندی کړی‫))

پنټاګون وايي خپاره شوي ځینې اسناد زاړه او تاریخ یې تیر شوی دی او زیاتوي که د ګوانتانامو د ساتونکو او څارنوالانو نومونه افشا شي د زندان چارې ښايي اغېزمنې کړي‫.

سپینې ماڼۍ هم ددې اسنادو خپرېدل وغندل‫.‌ ویاند جې کارني وویل جمهور رئیس اوباما د ګوانتانامو تړلو ته ژمن دی‫.‌ خو څیړونکي وايي دا کار ممکن نه بریښي ځکه چې د زندانیانو دوسیې بیرته اردو ته انتقال شوي او کانګرس هم ددغه زندان د تړلو لګښت ندی تصویب کړی‫.

‫مایکل اوهانلن، په واشنګټن کې د بروکینګز تحقیقاتي مرکز تحلیلګر: ((فکر کوم اوباما بند پاتې دی‫.‌ فکر کو هغه پرې پوهیږي او دا به حالت بدل نکړي‫))

‫اوهانلن او مکلور دواړه څیړنکي په دې عقیده دي چې د مشکوکو ترهګرو لپاره د ګوانتانامو زندان حقوقي ننګونې رامنځته کړي دي.

‫اوهانلن: ((په دې اړه تل انتقاد کیده،‌ د ګوانتانامو د نظریې ټوله چالاکي پدې کې وه چې بندیان باید د امریکا له خاورې بیرون وساتل شي ـ خو بیا هم دغه سیمه د امریکا تر کنترول لاندې ده‫))

‫مکلور: ((که خلک د جګړې له سیمې لرې نیسې،‌ دا غوره لاره نده‫.‌ ته دوی د داسې کسانو له منځ نه نیسې چې ممکن اسناد راوړي چې خلک بد دي او یا ووايي چې دا خلک په غلط وخت کې په غلط ځای کې وو‫))

‫څیړونکي وايي،‌ د ویکیلیکس ورستیو خپرو شویو اسنادو یو ځل بیا د زندانیانو او د ګوانتانامو زندان ته د خلکو پام اړولی دی، د اوباما ادارې کوښښ کاوه چې له دې نه د خلکو پام واړوي.‌

XS
SM
MD
LG