د لاس رسي وړ اتصالات

تیرو ۴ میاشتو کې په واشنګټن ډي سي کې تر ۴۶ ډیر کسان په ډزو کې وژل شوي


د ۱۵ کلن ملاچي جکسن مړی د واشنګټن ډي سي په یوې کوڅې غورځول شوی .
د ۱۵ کلن ملاچي جکسن مړی د واشنګټن ډي سي په یوې کوڅې غورځول شوی .

د متحده ایالاتو په پایتخت واشنګټن ډي سي کې چارواکي وایي د روان ۲۰۲۲ کال په لومړنیو ۴ میاشتو کې تر ۴۶ ډیر کسان د تشدد پداسې پیښو کې وژل شوي چې د ټوپکو څخه پکې کار اخیستل شوی وي.

د دې ډول تشدد تازه پیښه د همدې روانې اپریل د میاشتې په ۱۱ مې وشوه. وسله والو چې تر اوسه ندي نیول شوي یو ۱۵ کلن هلک – ملاچي جکسن- په ډزو تر ویشتلو او وژلو وروسته د هغه مړی په کوڅه کې وغورځاوه.

په متحده ایالاتو کې د تشدد پیښو چې د وسلې څخه پکې کار اخیستل کیږي ځکه ټولنې اندیښمنې کړي چې ډیری وخت د دې ډول جرمونو کوونکي او قربانیان تنکي ځوانان وي.

په واشنګټن ډي سي کې پولیس وایي د روان کال په لومړنیو ۴ میاشتو کې جکسن دریم کس چې عمر یې تر ۱۸ کالونو ټیټ دی او په ډزو کې وژل کیږي.

د واشنګټن ډي سي ښاروالې موریل بوزر په ټول ښار کې د تشدد د هغو پیښو د مخنیوي لپاره چې وسلې پکې کاریږي نه یوازې ګڼ شمیر پروګرامونه تازه پیل کړي بلکې دا وړاندیز یې هم کړی چې باید سل ګونه اضافي پولیس افسران وګمارل شي.

یوازې د واشنګټن ډي سي ښار نه بلکې د متحده ایالاتو په نورو ښارونو کې هم په هغو پیښو کې چې د وسلې څخه پکې کار اخیستل شوی تازه یا په ډله ایزه توګه خلک وژل شوي او یا ټپي شويدي.

د اپریل په ۱۷مې د پنسلوانیا ایالت د پیټسبرګ په ښار کې ۲ کمکي ځوانان چې عمرونه یې ۱۷ کاله ښودل شوي، هغه وخت ووژل شول او لږ تر لږه ۸ نور ټپي شول چې په یوې میلمستیا کې ډزې وشوې.

پولیسو ویلي چې پدې پښیه کې د ۹۰ څخه ډیرې مرمۍ وارې شوې وې.

د سیمې د پولیسو مشر سکاټ شوبرت د پیښې په هکله خبریالانو ته وویل چې په میلسمتیا کې سل ګونه خلک راټول شوي او ډیری یې تنکي ځوانان و.

پولیس وایي چې ډزې د لفظي شخړو څخه وروسته د شپې په ۱۲ بجو او ۳۰ دقیقو وشوې.

یوه غیرې انتفاهي ټولنه چې په متحده ایالاتو کې د تشدد هغه پیښې څارې او په هکله یې معلومات راټولوي چې د وسلې څخه پکې کار اخیستل شوی وي، وایي په ۲۰۲۱ کال کې په ټولې امریکا کې ۲۱ زره کسان د تشدد په هغو پیښو کې وژل شوي چې وسله پکې کارل شوې.

همدې ټولنې ویلي چې د ډله ایزو ډزرو ۶۹۳ پیښې یې ثبت کړي چې ۷۰۲ کسان پکې مړه شوي. ډله ایزې ډزې معمولاً هغو پیښو ته ویل کیږي چې قربانیان یې لږ تر لږه ۴ یا تر دې ډیر کسان وي.

XS
SM
MD
LG