د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې په ډزو کې څلور کسان وژل شوي


د امریکا متحده ایالاتو د کالیفورنیا ایالت پولیس وايي، د چهارشنبې په ماښام اګست ۲۳ (وږي لومړۍ) یو وسله وال په یو بار کې درې کسان وژلي او لږ تر لږه شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

د دوو زخمیانو وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی. د پولیسو په وینا، په پیښه کې برید کوونکی هم وژل شوی دی.

دا په متحده ایالاتو کې پر خلکو د ډزو وروستۍ پېښه ده، چې له امله یې هر کال په لسګونو زره خلک مړه کیږي.

ډزې د لاس انجلس سویل ختیځ په ۷۰ کیلومترۍ کې د "کوک کارنر" بار کې شوي دي. دا ځای د موټرسایکل چلوونکو ترمنځ ډیر مشهور دی.

د اورنج ولسوالۍ چارواکو د ځینو سرچینو په حواله ویلي چې پیښه د کورنۍ شخړې له امله رامنځته شوې.

پولیسو ویلي چې دوی د هغو راپورونو په اړه پلټنې کوي چې ګواکې بریدګر د پولیسو یو پخوانی افسر و.

د اورنج د پولیسو مشر ډان بارنس خبریالانو ته وویل: "لږترلږه یوه وسله د پیښې په ځای کې ترلاسه شوې او موږ ته خبر راکړل شوی چې بریګر ممکن یو پخوانی افسر وي."

د ډزو په وسیله د تاوتریخوالي د پیښو څارونکي بنسټ "د ټوپک د تاوتریخوالی آرشیف" د معلوماتو له مخې، سږکال په متحده ایالاتو کې لږ تر لږه ۱۲،۳۴۶ کسان د ټوپک په تاوتریخوالي کې وژل شوي دي. په دې شمیره کې هغه لږترلږه ۱۵،۵۷۶ کسان شامل ندي چې د ټوپک په واسطه یې ځان وژنه کړې ده.

ددې بنسټ په وینا، په ۲۰۲۳ کې په دغه هېواد کې پر عامو خلکو د ډزو لږترلږه ۴۶۵ داسې پېښې رامنځته شوي چې په هره پېښه کې لږترلږه څلور کسان وژل شوي دي.

په امریکا کې د ټولپوښتنو پایلې ښيي چې ډیر امریکایان د عامو خلکو له خوا د وسلو پر پیرلو باندې د محدودیتونو ملاتړ کوي خو سیاستوال د ټوپک پر مالکیت یا کارولو د محدودیتونو د غوښتنې په وړاندې مقاومت کوي.

د امریکا په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي استدلال کوي چې د داسې یو قانون پلي کول به په اساسي قانون کې د خلکو د وسلو لرلو حق ته زیان ورسوي او غوښتنه کوي چې ددې برخې د تنظیم چاره دې د فدرالي حکومت پر ځای ایالتي ادارو ته وسپارل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG