د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو نایجیریا کې یو بس سوځولی او ۳۰ مسافر یې وژلي


د سیمې خلک دا وسله وال لوټماران بولي
د سیمې خلک دا وسله وال لوټماران بولي

نایجیریایي چارواکي وایي چې وسله والو کسانو د سه شنبې په ورځ ډسمبر اومه (لیدنۍ ۱۶) ددغه ایالت په سوکوتو ایالت کې یو بس موټر سوځولی او له سیمې تښتیدلي دي.

د یاد هیواد د شمال لویدیځ ایالت بورنو د پولیسو ویاند سانوسي ابوبکر ویلي دي چې په دې بس موټر ۲۴ کسان سپاره وو.

خو د سیمې دوه تنه اوسیدونکي چې د اجسادو د لیږد لپاره د پیښې ځای ته تللي وو، رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې هغوی د شاوخوا ۳۰ کسانو چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، شمیرلي دي.

جنایت کاره ډلې چې خلک یې غله او لوټماران بولي، له ډیرو کلونو راهیسې د بریدونو، د کلیو د لوټولو او په مسافرینو د بریدونو په کولو سره د خلکو تر منځ ویره خپره کړې، خو په وروستیو میاشتو کې د هغوی بریدونه زیات شوي دي.

پر دې سربیره دغو ډلو تل په نایجیریا کې په ښوونځیو هم بریدونه کړي او زده کوونکي یې د پیسو لپاره برمته کړي دي. د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق راپور ورکړی چې وسله والو په روان میلادي کال کې په هغه هیواد کې ۱۴۰۰ زده کوونکي اختطاف کړي‌ دي.

نایجیریایي ځواکونو د سپټمبر میاشتې راهیسې د غلو او لوټمارانو په ضد د هغه هیواد په زمفارا ولایت کې هوایي او ځمکني عملیات پیل کړي دي او ددې ډلې د غړو ترمنځ یې د ارتباط د بندیدو په هدف د یاد ولایت په یو شمیر برخو کې ټلفوني خدمات هم بند کړي دي.

خو یادې ډلې د عملیاتو د پیل راهیسې تښتیدلي دي او له نایجیر سره یې پولې ته نږدې د سوکوتو ولایت په ګډون نوې ځایونه جوړ کړي او پر سیمه ایزو اجتماعاتو بریدونه کړي دي.

که څه هم د نایجیریا دغه ډلې کومه مشخصه آیډیولوژیکه اجنډا نلري خو په دې ډلو کې د جهادیانو د نفوذ په اړه پراخې اندیښنې موجودې دي.

XS
SM
MD
LG