د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني طالبانو د پیښور د کرهڼې په انستیتوت کې ١٢ تنه وژلي


د پیښور د کرهڼې انستیتوت
د پیښور د کرهڼې انستیتوت

د پاکستاني طالبانو غورځنګ د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د کرهڼې په انستیتوت ځانمرگي بریدونه کړي د شپږو محصلینو په گډون لږ تر لږه ١٢ کسان یې وژلي او ٣٥ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

ددې برید نه څو شیبې وروسته د پیښور پولیسو ددې انستیتوت شاوخوا محاصره کړه او د برید کوونکو سره په جگړه بوخت شول. د پاکستان امنیتي مقاماتو ویلي چې د څو ساعتو جگړې وروسته ټول بریدگر ووژل شول.

د پاکستاني طالبانو غورځنګ ادعا کړې چې برید هغوي کړی. دې ډلې ادعا کړې ده چې د د پیښور د کرهڼې انستیتوت د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې آی اس آی سره اړیکه لري.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور، سیمه ییزو رسنیو ته ویلي چې برید کوونکي په افغانستان کې د "خپلو مشرانو" سره په تماس کې وو.

جنرال غفور ادعا کوي چې د پاکستان د تحریک طالبان غړي او مشرتابه د افغانستان د خاورې نه په استفادې په پاکستان کې حملې کوي.

د پاکستان دغه پوځي ویاند همداشان وايي چې د افغانستان پوځي پلاوی د پاکستان په کتنه بوخت دی او د دواړو هیوادو ترمنځ د سرحدي پولې د امنیت په هکله خبرې کوي.

د خیبر پښتونخوا ایالت د پولیسو مشر صلاح الدین محسود وایي برید کوونکو د ښځو برقې اغوستې وې او په ریکشاو کې یې ځانونه د زراعتي انستیوت دروازې ته رسولي وو. هغه خبریالانو ته وویل چې د ١٢ کسو له ډلې نه ٦ تنه یې محصلین دي او د شپږو نورو هویت لا ندی څرگند شوی.

پاکستاني پولیس هغه وسلې ارزوي چې د ترهگرو نه پاته دي
پاکستاني پولیس هغه وسلې ارزوي چې د ترهگرو نه پاته دي

عیني شاهدانو ویلي دي چې بریدگر د کړکیو نه د محصلینو پر لیلیه باندې لاسي بمونه گزار کړل او بیا یې پر محصلینو باندې چې بیده وو، ډزې وکړې.

په دې وروستیو کلونو کې پاکستان د سخت دریځو له بریدونو او تاوتریخوالي سره مخامخ دی. په تیرو څو اونیو کې په دې هیواد کې په لسگونو کسان د سخت دریځو په بریدونو کې وژل شوي دي.

پاکستاني مقامات ادعا کوي چې د څو کلونو راهیسې یې په دې هیواد کې د ترهگرو پر ضد پراخ عملیات کړي دي او په زرگونو ترهگر یې وژلي دي.

پاکستاني پوځیان دا ادعا هم کوي چې د سخت دریځو پر ضد ددې هیواد د پوځ عملیات ددې سبب شوي چې یو شمیر ترهگر افغانستان ته وتښتي.

XS
SM
MD
LG