د لاس رسي وړ اتصالات

ناپیژاندو وسله والو لوګر کې یو ښوونځي ته اور اچولی


په وروستیو اونیو کې په لوګر ولایت کې د وسله والو له خوا پر ښوونځیو بریدونه زیات شوي دي.
په وروستیو اونیو کې په لوګر ولایت کې د وسله والو له خوا پر ښوونځیو بریدونه زیات شوي دي.

د لوګر ولايتي چارواکي وايي چې د دې ولايت په مرکز پل علم کې ناپېژاندو وسله والو د نجونو او هلکانو يو ښونځي ته اور اچولی او د ښوونځي ټول لوازم يې سوځيدلي دي.

د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي امريکاغږ اشنا راډیو ته وويل، چې تېره شپه يو شمېر وسله والو د جوی يک په سيمه کې لومړی د ياد شوي ښوونځي ساتونکی تړلی او بيا يې ښوونځي ته اور ور اچولی دی.

د لوګر د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې په دغه ښوونځي کې له شپږ سوه ډېرو نجونو او هلکانو زده کړې کولې.

تر اوسه چا د ښوونځي د سوځولو مسووليت پرغاړه نه دی اخيستی.

د دغه ښوونځي د سوزولو درې ورځې مخکې هم د لوګر ولایت د مرکز اړوند د شولک سيمې د نجونو او هلکانو ښوونځي ته ناپېژاندو وسله والو اور اچولی و.

د لوګر ولایتي چارواکي وايي، د پل علم اړوند په يو شمېر سيمو کې وسله والو طالبانو د تېرې ورځې راهيسې د هلکانو او نجونو شپږ ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړلي دی.

د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي امريکاغږ ته وويل، داسې ښکاري چې وسله والو طالبانو په دغه ولايت کې د دوی پر پټنځايونو د کېدونکو نظامي عملياتو په غبرګون کې ښوونځي تړلي دي.

همدارنګه د لوګر د پوهنې رياست د معلوماتو پراساس د دې ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې هم ۳۹ ښوونځي د تېرې يوې اوونۍ راهيسې وسله والو طالبانو د زده کوونکو پرمخ تړلي دي.

بل لور ته د وسله والو طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد له رسنيو سره په خبرو کې دا رد کړې چې ګني د دوی وسله والو په محمداغه او پل علم کې ښوونځي تړلي او يا يې سوځولي دي.

XS
SM
MD
LG