د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیا کې وسله‌والو ۲۰ مسافر برمته کړي


د پکتيا ولايتي چارواکي وايي چې پرون مازديګر د کابل – ګردېز له لويې لارې نه وسله والو کسانو شاوخوا ۲۰ مسافر له موټرو ښکته کړي او له ځان سره يې برمته نيولي دي.

د پکتيا امنيې قوماندان جنرال رازمحمد مندوزي امريکاغږ ته وويل، چې پېښه تېره ورځ ناوخته شاخوا پنځه بجې د مرکر ګردېز اړوند د غفورخېلو په سيمه کې شوې ده.

نوموړي چې د حکومت دغو وسله والو مخالفينو لومړی له ځان سره تر ۲۵ پورې مسافر چې ټول يې ملکيان دي بيولي وو خو ۶ کسان د پوليسو په عملياتو کې را خوشي شول او د شاوخوا ۲۰ نورو کسانو تراوسه درک نشته.

جنرال رازمحمد مندوزي زياته کړه، دوی هڅې شروع کړي څو د قومي مشرانو او سپين ږيرو په منځګړيتوب له برمته نيوونکو سره خبرې وکړي او برمته شوي کسان راخوشي کړي.

تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې برمته نيوونکي څوک دي او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دی خو ځايي حکومتي چارواکي يې د حکومت وسله والو مخالفينو کار بولي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې د افغانستان په ځينو نورو ولايتونو کې هم د حکومت وسله والو مخالفينو له لويو لارو څخه يو شمېر مسافرين برمته کړي دي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG