د لاس رسي وړ اتصالات

ګردیز کې تیره شپه په یو جومات کې پرلمونځ کوونکو ډزې شوي


دغه پېښه تېر ماسخوتن ۸ بجې او ۴۵ دقيقې د پکتيا مرکز ګرديز اړوند د زاهو په نوم په يوه کلي رامنځته شوې.
دغه پېښه تېر ماسخوتن ۸ بجې او ۴۵ دقيقې د پکتيا مرکز ګرديز اړوند د زاهو په نوم په يوه کلي رامنځته شوې.

ناپېژانده وسله والو د پکتيا ولايت مرکز ګردیز ښار کې پر يو جومات کې پرلمونځ کوونکو ډزې کړې چې له امله يې درې تنه لمونځ کونکي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت د پېښې د تائيد ترڅنګ امريکا غږ ته وويل، چې دغه پېښه تېر ماسخوتن ۸ بجې او ۴۵ دقيقې د پکتيا مرکز ګرديز اړوند د زاهو په نوم په يوه کلي رامنځته شوې.

نوموړي زياته کړه، وسله والو هغه مهال پرځايي خلکو ډزې کړې، چې د تروايح په لمانځه ولاړ و، چې له امله يې درې تنه ځای پرځای وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

په همدې حال کې د پکتيا امنيه قوماندانی وياند سردار ولي تبسم امريکا غږ وويل، چې د پېښې د څيړولو په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

له بلې خوا کورنيو چارو وزارت د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په دې پېښه کې د دريو تنو لمونځ کونکو د وژل کيدو ترڅنګ نهه تنه نور ټپيان شوي دي.

د پېښې مسئوليت تراوسه چا په غاړه نه دی اخېستي او نه هم وسله والو طالبانو رسنيو ته څه ويلي.

د يوه بل خبر له مخې نن سهار د پکتيا ولايت د ځاځي اريوب ولسوالۍ په شېرختل سيمه کې پر ملکي موټر وسله وال بريد شوی چې په موټر کې سپاره دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

په همدې حال کې د ګرديز ښاروالۍ يو تن مامور چې نن سهار دندې ته پر لاره و، ناپيژانده وسله والو يې پر موټر ډزې کړې او وژلی يې دی.

تراوسه ددغې پېښې مسئوليت هم چا پر غاړه نه دی اخېستی.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG