د لاس رسي وړ اتصالات

ګاسمن: د افغان ماشومې د سرپرستۍ قضیه جګړه کې د امریکا چلند په ډاګه کوي


د بشري حقونو د څار سازمان د جنوبي اسیا د برخې مسؤله پترشیاګاسمن ویلي چې د افغان ماشومانو دوسیې د جګړې پر مهال د امریکا متحده ایالاتو د سرتیرو ناوړه چلند په ډاګه کوي، نوموړي په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو لخوا د شپنیو عملیاتو په مهال د ملکيانو د مرګ ژوبلې په اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.

اغلې ګاسمن د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم ۲۵) په یوې مقالې کې لیکلی چې د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر پر پنځمه د امریکا متحده ایالاتو سرتیرو د خپلو افغان همکارانو سره د افغانستان جنوب کې شپني عملیات تر سره کړل. د هغې په خبره، هغه څه چې د دغه برید په مهال پېښ شول تر اوسه روښانه نه دي، خو کله چې ډزې بندې شوې، یو مور او پلار له پنځو اولادونو سره ووژل شول او یوه دوه کلنه لور یې ټپي شوه، خو ژوندۍ پاتې شوه.

د بشري حقونو څار سازمان د اسیا د برخې مسؤلې ویلي چې افغان چارواکو دغه ماشومه چې د محکمې په اسنادو کې په "L" پيژندل کیږي، خپل افغان د کاکا زوی او خاوند ته سپارلې چې په خبره یې د افغانستان او نړیوالو قوانینو له مخې ستونزه نلري، خو اغلې ګاسمن پخپلې مقالې کې ویلي چې دغه افغان جوړه په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په غیر عادي شرایطو کې متحده ایالاتو ته انتقال شول.

ګاسمن زیاتوي چې دغه افغانه جوړه هغه مهال تعجب وکړ چې د ویرجینیا محکمې د هغوی سرپرستي یوه پخواني امریکايي سرتیري ته چې په افغانستان کې دنده تر سره کړې وسپارله. د هغه وخت راهیسې دغې افغانې جوړې دغه ماشومه نده لیدلې.

د محکمې د اسنادو له مخې د سمندري ځواکونو منصبدار او د هغه میرمن دغه ماشومه د ویرجینیا په محکمه کې په فرزندۍ قبوله کړې وه.

دغه افغان جوړې ادعا کوي چې متحده ایالاتو ته تر رسېدو پنځه ورځې وروسته، جاشوا او خاوند یې دغه ماشوم له هغوی څخه تښتولی دی.خو جاشوا وايي چې هغه او خاوند یې د دغه ماشوم قانوني والیدین دي.

دغه پېښه یو کال مخکې رامنځته شوه او تر هغه وروسته دغه افغانې جوړې دغه ماشوم نه دی لیدلی.

افغانې میرمنې، د نوم د نه ښودلو په شرط اسوشیتید پریس ته وویل، «وروسته له هغه چې دوی هغه ورڅخه واخیستله، زموږ اوښکې هیڅکله نه دریږي،». هغې زیاته کړه: "اوس، موږ صرف د مړو په څیر یو. زموږ زړونه مات شوي. موږ له هغې پرته راتلونکې نلرو. خواړه خوند نه راکوي او خوب موږ ته آرام نه راکوي."

په تیره سپټمبر میاشت کې دغه افغانې جوړې د امریکا په فدرال محکمه کې جاشورا په درواغو، توطیې او برید باندې تورن کړ. هغوی له محکمې غوښتي و د هغوی هویت روښانه نکړي. خو د مست کورنۍ د خپلې کورنۍ په اړه ددغه افغانې جوړې ادعاوې رد کړي وې.

د دغه ماشوم برخلیک اوس مهال د ویرجینیا ایالت د پالمیرا ښار محکمې په یوې محرمانه جلسه کې تر بحث لاندې دی چې حتا رسنۍ هم ورته لاسرسی نلري.

د بشري حقونو د آسیا د برخې مسؤلې ویلي چې دغه قضیه په افغانستان کې د جګړې هغه اړخ چې یو کال مخکې د امریکايي ځواکونو له وتلو سره پای ته رسېدلی، په پراخه کچه له پامه غورځول شوی په ګوته وي. نوموړې وویل چې امریکايي ځواکونه باید په افغانستان کې د خپلو شپنیو عملیاتو پرمهال د ملکيانو د مرګ ژوبلې په اړه باید ځواب ورکړي.

اغلې ګاسمن ويلي چې په تیرو ۲۰ کلونو کې د بشري حقونو سازمان د ورته بریدونو په اړه څېړنې کړي چې وروسته معلومه شوې چې له دغه عملیاتو څخه زیات یې د غلطو معلوماتو په اساس تر سره شوي دي.

نوموړې زیاته کړې: "په ۲۰۱۹ او ۲۰۱۸ کلونو کې د ملکي وګړو د غیر قانوني وژنې وروسته تر هغه زیاتې شوې چې امریکايي ځواکونو د عملیاتو پرمهال ویجاړونکی چلند وکړ."

د بشري حقونو څار سازمان د اسیا برخې د مسؤلې په وینا د جګړې پر مهال هر ډول ملکي مرګ ژوبله له بشري حقونو څخه سرغړونه ده.او په خبره یې ښکېل اړخونه باید احتمالي جنګي جنایتونه باید وڅېړي.

هغې ویلي چې د جګړې پرمهال د متحده ایالاتو اردو کله کله د ملکي مرګ ژوبلې په اړه پوښتونو ته ځواب وايي چې ټول وژل شوي کسان وسله وال دي. نوموړې ویلي چې د شپنیو عملیاتو پر مهال چې د دغه افغان جوړې د کورنۍ غړو د وژلو لامل شول، په اړه یې لږ معلومات ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت په دې وروستیو کې په عملیات کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د څېړنو طرحه اعلان کړه.خو اغلې ګاسمن اندېښنه ښودلې چې د متحده ایالاتو دفاع وزیر لوید آستین ویلي چې نه غواړي د دغه تیرو پېښو په اړه څېړنې وکړي.

د اغلې ګاسمن په باور دغه یوه تیروتنه ده او په خبره یې د دغه افغان جوړې په شان ګڼ شمېر ملکي افغانان دا حق لري چې پوه شي ولې یې د کورنۍ غړي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG