د لاس رسي وړ اتصالات

سرابي: د حکومت د سولې عالي مشورتي بورډ ناقص دی


د افغانستان د سولې عالي شورا د حکومت لخوا اعلان شوی د سولې عالي مشورتي بورډ د غړو د ترکیب له‌مخې غیر عادلانه بولي او وايي دا چې په دغه بورډ کې د ښځو ونډه سمبولیکه ده «ناقص» دی.

د سولې د عالي شورا مرستیالې حبیبه سرابي د چهارشنبې په ورځ د «لېندۍ پر۲۱مه» په سوله کې د مېرمنو د ونډې په اړه غونډه کې دغه څرګندونې کړې دي.

میرمن سرابي وايي: ​"زه اعتراض لرم، مشورتي بورډ جوړ شوو خو د دولت په استازیتوب هېڅ یوه مېرمنه په هغه کې حضور نه لري، د جهادي مشرانو په لېست کې هم مېرمنې شتون نه لري، یوازې دوو مېرمنو ته د هغوی کورنیو ته د احترام په خاطر ځای ورکړل شوی دی."

د سولې د عالي شورا مرستیالې ټینګار وکړ چې د سولې په خبرو اترو کې د ښځو پر مخ دروازه تړل شوې چې په وینا یې باید ماتې شي، تر څو مېرمنې په مهمو پرېکړو کې لکه سوله کې ګډون ولري.

د افغانستان جمهوري ریاست تېره ورځ له لوړپوړو دولتي چارواکو، سیاسي او جهادي مشرانو څخه تشکیل شوی د سولې عالي مشورتي بورډ اعلان کړ.

په دغه بورډ کې د مېرمنو په استازیتوب، صدیقه بلخي او آمنه افضلي ته ځای ورکړل شوی دی.

په سوله کې د مېرمنو د ونډې په اړه غونډه کې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس وویل که په هېواد کې سوله راشي هېڅ څوک به پېښانه نشي.

عبدالله عبدالله وویل:" د سولې مشورتي عالي بورډ د افغانستان د ټولو خلکو د غوښتنو استازیتوب کوي، د سولې په خبرو کې به د افغانستان د ټولو خلکو حقونه په نظر کې ونیول شي."

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

په دغه غونډه کې په افغانستان کې د امریکا سفیر وویل، د دې لپاره چې یوې واقعي سولې ته ورسېږو د سولې په بهیر کې باید مېرمنو ته ونډه ورکړل شي.

جان بس وویل، که د ټولنې نیمايي برخه له دغه بهیر څخه بهر پاتې شي سوله «اصلاً» سوله نه ده.

په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس
په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس

ښاغلي بس وویل:"د دې لپاره چې دې هېواد ته سوله راشي، موږ په دې باور یو، چې افغان مېرمنې باید د خبرو اترو یوه برخه اوسي، په دې خبرو اترو کې باید شاملې اوسي، ښځې باید په مذاکره کوونکي پلاوي کې شاملې وي، مېرمنې باید په مشورتي بورډ او باید په تطبیقي کمېټیو کې شاملې وي."

دا په داسې حال کېده چې تر دې وړاندې نورو بنسټونو هم په افغانستان کې د سولې په بهیر کې د مېرمنو پر ونډې ټینګار کړی دی.

د سولې اړوند دا خبرې داسې مهال کېږي چې افغان حکومت څو ورځې مخکې له طالبانو سره د خبرو اترو په هدف د سولې مرکچي پلاوی او تر هغه وروسته تېره ورځ یې د سولې مشورتي عالي بورډ اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG