د سې شنبې په ورځ (د مې ۱۹مه) د لمر ختو نه مخکې پډاسې حال کې په مکې کې زیات شمیر حاجیان راټول شوي و او د کعبي طوافونه یې کول چې د حج د مراسمو دپاره چمتووالی نیول کیږي.
داسې ویل شوي چې دا ځل لوي اختر د مې په ۲۷ برابریږي.
دا په داسې حال کې ده چې لا هم د بېلا بېلو هېوادونو څخه په ډېر شمېر کې مسلمانان د حج مراسمو لپاره سعودي عربستان ته روان دي.
ټاکل شوې چې د نورو کلونو په څېر سږکال هم میلیونونه مسلمانان خپل دا لوی مذهبي فرض او مراسم ترسره کړي.
په دوی کې زرګونه افغانان هم شامل دي چې څو ورځې مخکې یې له کابل څخه سعودي عربستان ته پروازونه پیل شول.
مکې ته د حاجیانو لپاره د سهمیې سیستم په ۱۹۸۷ کال کې رامنځته شو، چې د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو له خوا پرې هوکړه وشوه، څو د هر هېواد لپاره د حاجیانو شمېر د هغه هېواد د نفوسو په نظر کی نیولو سره تر ۰.۱ سلنې پورې محدود کړي.
لوی اختر یا عید الضحی چې د قربانۍ اختر هم بلل کېږي، بله اونۍ به د چهارشنبې په ورځ وي، چې د مۍ ۲۷مه نېټه کېږي.
فورم \ دبحث خونه