د لاس رسي وړ اتصالات

پر اسرائیل د حماس د اکتوبر اوومې د بریدونو درېیمه کلیزه

په اسرائیل کې یو شمیر سیاستوال او د قربانیانو د کورنۍ غړي چهارشنبې د اوکتوبر اوومه په هغه سیمه کې د موسیقۍ د فستیوال په ځای کې راټول شوي و چې دغه برید پکې شوی و او د قربانیانو د یاد مراسم یې ترسره کړل.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې په بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ کسان غزې ته یرغمل یووړل شول. دغه برید د اسرائیل په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ ورځ بلل شوې ده.

د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، د اسرائیل په ځوابي بمبارۍ او ځمکنیو عملیاتو کې له ۷۴ زرو څخه زیات کسان وژل شوي دي.

د اکتوبر اوومې دا کلیزه داسې مهال لمانځل کېږي چې د غزې په تړانګه کې نور هېڅ اسرائیلی یرغمل نه دی پاتې. د وروستي وژل شوي اسرائیلي یرغمل مړی د جنورۍ په میاشت کې وموندل شو.

د اروپا یو شمیر لوړ پوړو چارواکو د اکتوبر د اوومې نیټې د قتل عام د کلیزې په مناسبت په جلا جلا پیغامونو کې، دا برید "وحشیانه او ترهګریز" بللی.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې، کایا کالاس، په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: "د اکتوبر د اوومې نیټې بریدونه وحشیانه او ترهګریز عمل وو."

د اروپايي شورا رئیس انتونیو کوستا هم په ایکس ټولنیز شبکې کې لیکلي چې د هغو اسرائیلي اتباعو او د نورو هیوادونو اتباعو ته درناوی کوي چې په هغه ورځ ووژل شول او د دوی د کورنیو او عزیزانو سره ولاړ دي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم په یوه پیغام کې وویل چې د حماس له خوا د وحشیانه ترهګریزو بریدونو درې کاله وروسته د اسرائیل د حکومت او د غمجنو کورنیو په غم کې شریک دی

د جرمني صدراعظم فریدریش مرځ هم په ایکس ټولنیزې شبکې کې لیکلي: د اکتوبر په ۷ نیټه په اسراییلو باندې د حماس برید یو ژور او دردناک بدلون رامنځته کړ. موږ د قربانیانو یاد ته درناوی کوو او د دوی غم کې شریک یو.

د برتانیا صدراعظم انډي برنهم هم په یوه بیان کې ویلي: د اکتوبر د ۷ نیټې د برید پایلې نه یوازې په اسرائیلو کې، بلکې په ټوله نړۍ کې په یهودي ټولنو کې هم محسوس شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG