د لاس رسي وړ اتصالات

محب: په سوله کې بیړه د دښمن د قوي کیدو په معنی ده


د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ملګرو ملتونو عمومی سامبلې ته وینا کوي
د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ملګرو ملتونو عمومی سامبلې ته وینا کوي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي چې سوله د افغانستان او نړۍ ګډ هدف او "تروریستان" ګډ "دښمنان دي".

ښاغلي محب د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې وویل چې "په سوله کې بیړه د دښمن د قوي کیدو معنی لري".

د ملي امنیت سلاکار همدرارنګه وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونه چې د کومو "تررویستانو په خلاف جګړه کوي، (دغه ترهگر) ټولو ته تهدید دي" او زیاته یې کړه چې د له منځه وړلو لپاره یې باید په ګډه کار او همکاري وشي.

حمد الله محب د امریکا د متحده ایالاتو په گډون د نړیوالې ټولنې نه مننه وکړله چې پدې تیرو دوه لسیزو کې د افغانستان سره ولاړه ده او وې ویل چې "افغان ولس به ستاسې قرباني هیره نکړي."

ښاغلي محب د میزان د شپږمې د جمهوري ریاست انتخاباتو په اشارې وویل چې دا ورته د ویاړ ځای دی چې "دوه ورځې وړاندې ۳ میلیونه افغانانو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې رایه ورکړله". محب وویل " مونږ اساسي قانون، خپلواکۍ، نیکمرغۍ، اتصال او سولې ته رایه ورکړله."

د ملي امنیت سلاکار همدرانګه د افغانستان د امنیتي ځواکونو نه مننه وکړله چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې یې خلکو د رای ورکولو لپاره د امنیت او خوندیتوب ډاډ ورکړ. ښاغلي محب وویل "زمونږ ۷۰ زرو زړه ورو امنیتي ځواکونو د ولس د حقونو دفاع وکړله او د هغوي د مسلکیتوب له برکته د دښمن ټول هغه بریدونه شڼد شول چې هدف یې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړول و".

حمدالله محب وسله والو مخالفینو ته د سولې پیغام ورکړ او زیاته یې کړه چې "طالبان او هغوي چې ترې ملاتړ کوي واورئ – راشئ سوله وکړئ یا به درسره جنګ کوو".

ښاغلي محب پخپلو خبرو کې همدرانګه وویل چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو نتیجه چې هر څه وي، سوله به بیا هم د افغانستان د حکومت لپاره "لومړیتوب" وِي.

د ملي امنیت سلاکار، د متحده ایالاتو، اروپایي اتحادیې، جرمني، ناروې، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، اندونیزیا او ازبکستان نه هم مننه وکړله چې د افغانستان د سولې د هڅو ملاتړ یې کړی. ښاغلي محب وویل " افغانان د نړیوال تروریزم د جګړې په اولې کرښې کې جنګیږي تر څو نور پخپلو کورنو او هیوادونو کې آرام وي".

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG