د لاس رسي وړ اتصالات

حامد ګیلاني: زما له خبرو ناسم تعبیر شوی


د ملي محاذ ګوند مشر سید حامد ګیلاني د خپلو هغو څرګندونو په اړه، چې اوس اکثره طالب مشران په افغانستان کې دي وایي، د نوموړي له دغې وینا څخه ناسم تعبیر شوی دی.

ښاغلي ګیلاني د سې‌شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې د تیرې شنبې ورځې څرګندونې یې په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره کړي.

هغه وویل "ناسم تعبیرونه او ناسمې انګیرنې وشوې درې ورځې تیرې شوې او په هغې اړه ډیر توضیحات ورکړل شول له رسنیو مې غوښتنه داده چې هغه پاڼه نوره وتړي".

د ملي محاذ ګوند یو ویاند قاضي حسن حقیار امریکا غږ اشنا ته ویلي وو چې د شنبې په ورځ ښاغلی ګیلاني په عمومي مسایلو خبرې وکړې او هدف یې دا و چې د طالبانو ځینې مشران په بهر او ځینې یې افغانستان کې اوسیږي.

د ملي محاذ ګوند مشر د شنبې په ورځ د قومي مشرانو او پخوانیو مجاهدینو په یوه غونډه کې وویل "زه نور هغه شایعات نه منم چې د طالبانو مشرتابه بل چیرته دي، هغوې د ضعف نه وایي زور یې نه رسیږي چې کار نه شي جوړولی پلمې کوي اکثریت د طالبانو مشرتابه خپل وطن کې دي په طالبانو هم غږ کوم چې وطن د دی او په دولت هم غږ کوم چې وطن د دی له هر خوا چې مري ددې وطن بچیان دي".

د ښاغلي ګیلاني دغو څرګندونو د حکومت اوسنیو او پخوانیو چارواکو او په ټولنیزو رسنیو کې د عامو افغانانو تُند غبرګونونه راوپارول.

د افغانستان ملي امنیت ریاست په یو بیان کې د ښاغلي ګیلاني دا څرګندونې د "ملي ګټو" ضد وبللې او له افغان سیاستوالو څخه یې وغوښتل، چې "له غیر مسئولانه څرګندونو" څخه ډډه وکړي.

دغه راز اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې دغې مسلې ته په غبرګون وویل، د طالبانو د مشرتابه د موجودیت خبره واضحه ده او توضیحات نغواړي.

ښاغلي ګیلاني د ملي امنیت د پخواني مشر رحمت الله نبیل هغه څرګندونې هم رد کړې چې ویلي وو سیدحامد ګیلاني له زندان څخه د انس حقاني د خوشې کولو هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG