د لاس رسي وړ اتصالات

حمید حسن د افغانستان د کرکټ ملي ټیم کپتان شو


حمید حسن د افغانستان د کرکټ ملي ټیم کپتان شو
حمید حسن د افغانستان د کرکټ ملي ټیم کپتان شو

د افغانستان کرکټ بورډ حمید حسن د ۲۰۱۰ کال د غوره لوبغاړي لقب او د ۲۰۱۱ کال د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کپتان ونوماوه.

حمید حسن سره په خوا کې به د ټیسټ لوبو کپتاني د ملي لوبډلې پخوانی کپتان نورو ز منګل کوي او په راتلونکي کې به افغان کرکټ بورډ نوموړو ته مرستیال کپتان ورپیژني.

حمید حسن په ۲۰۱۰ کال کې د افغان ملي لوبډلې د نورو لوبغاړو په نسبت ښه لوبه کړي نو په همدې اساس افغان کرکټ بورډ نوموړی د ۲۰۱۰ کال غوره لوبغاړی ونوماوه.

د افغان کرکټ بورډ د غوراوۍ او تخنیکي کمیټو دا پرېکړه کړي چې حمید حسن د افغان ملي لوبډلې لپاره یو ښه کپتان کیدلای شي.

حمید حسن د افغانستان د کرکټ ملي ټیم کپتان شو
حمید حسن د افغانستان د کرکټ ملي ټیم کپتان شو

د حمید حسن په اړه حامد شینواري وايي. "محمد نبي ښه لوبغاړی دی خو په اسیاد کې د خرابې کپتانۍ له امله لرې کوو او پر ځای یې حمید حسن ټاکو له دې نه پس به حمید حسن د شل اوریزو او یو ورځینیو لوبو کپتاني کوي او د اوږدو لوبو یا ټیسټ لوبو کپتان به د پخوا په څېر نوروز منګل وي".

حمید حسن تر اوسه پورې ۱۲ یو ورځنۍ لوبې کړي دي، په ۶۲۶ توپونو یې ۴۵۹ منډې ورکړي او په هر اور کې یې د منډو اوسط ۴.۳۹ دی، یعنې په یو اور کې یې ۴.۳۹ منډې ورکړي دي

حمید حسن تر دې دمه ۸ شل اوریزي نړیوالي لوبې کړي چې په شل اوریزو سیالیو کې یې د منډو اوسط ۵.۸۲ دی.

همدارنګه د نوموړي د منډو اوسط په فرسټ کلاس لوبو کې تر دې دمه ۳.۵۳ دی او په ۱۵ پاڼیو کې یې ۴۲ لوبغاړي سوځولې دي، په همدې اساس د کرکټ نړیوالې شورا حمید حسن د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کال د لویو وچو د سیالۍ غوره لوبغاړی ونوماوه.

په همدې اساس چې حمید حسن یو ښه او تکړه لوبغاړی دی او افغانستان ته یې ډیرې لوبې ګټلي دي د شل اوریزو او یو ورځینیو ملي لوبډلې لوبو لپاره یې کپتان ټاکي.

حمید حسن په ۱۹۸۷ کال کې د جون په میاشت کې زیږدلی دی

افغان ملي لوبډله د فبروري په میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې د څلورو هیوادونو سره یوه ورځینۍ لوبې لري چې حمید حسن به یې کپتاني کوي.

تر اوسه لا معلومه نه ده چې د افغانستان څلور لوبې به له کومو هیوادونو سره وي، د کرکټ نړیوالې شورا پرېکړه کړي چې ډیر ژر به د افغانستان سره د لوبو څلور هیوادونو اعلان کړي.

بل پلو، د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي مشر حامد شینواري له خپلې دندې استعفا ورکړه. هغه د دندې د پرېښودو لامل د لوړو زده کړو لپاره استرالیا ته خپل سفر وښود.

ښاغلی شینواري په کرکټ بورډ کې د اجرایوي مشر په صفت ۷ میاشتې دنده ترسره کړي ده، د نوموړي په موجودیت افغان کرکټ بورډ په ۲۰۱۰ کال کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې چې یوه یې د کرکټ د نړیوالې او د اسیايي هیوادونو کرکت شورا سره ښې اړیکي دي.

حامد شینواری نن په خبري غونډه کې رسنیو ته وویل. "زه ډیر خفه یم چې د افغان کرکټ بورډ یو ښه جوړه شویې اداره پریږدم، خو خوښ په دې یم چې اوس افغانستان کرکټ بورډ یو ښه سیستم لري او یو ښه پلان ورته جوړ شوی دی، زما د دندې پرېښودلو لامل هم د ښکلي افغانستان د خدمت لپاره دی، زه د لوړو زده کړو پوره کولو لپاره ځم او هر چېرې چې اوسم د کرکټ بورډ سره بې له څه مرسته کولای شم او په خدمت کې یې یم".

تر اوسه لا معلومه نه ده چې د افغانستان مالي وزیر او د کرکټ بورډ عمومي مشر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال د کرکټ بورډ لپاره څوک نوی اجرایوي مشر ټاکي.

XS
SM
MD
LG