د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: ما پریکړه کړې چې امریکا له دې خاورې څخه باسم


ښاغلي کرزي، ننګرهار کې د امریکا بمي برید د افغانانو عزت ته سپکاوی بللی او ویلي یې دي، چې د امریکا په خلاف به خپل غږ پورته کړي.
ښاغلي کرزي، ننګرهار کې د امریکا بمي برید د افغانانو عزت ته سپکاوی بللی او ویلي یې دي، چې د امریکا په خلاف به خپل غږ پورته کړي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، چې امریکا په ننګرهار کې د 'اتم په څیر' بم په استعمالولو سره د دغه هیواد ملي حاکمیت نقض کړی او د افغانانو عزت ته یې سپکاوی کړی دی.

ښاغلي کرزي امریکا تورنه کړه، چې په دغه بمي برید کې یې د داعش ډله نه ده په نښه کړې، بلکې خپل نوی جوړ شوی بم یې آزمایلی دی.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي چې په کابل کې د ډیورنډ په اړه د ملي محور ګوند له خوا رابلل شوې غونډې ته وینا کوله وویل، پریکړه یې کړې، چې امریکا به له افغانستان څخه وباسي.

هغه د دغه بم استعمال د افغانانو عزت ته سپکاوی وباله او په ټینګار سره یې وویل، چې له دې وروسته به د امریکا په خلاف خپل غږ پورته کړي.

پخواني ولسمشر وویل "که دویم کس راسره ودریږي او که نه، خو ما دا پریکړه کړې، چې په افغانستان کې به د امریکا د ظلم مخه نیسم، دا نه یواځې زموږ وژنه وه، زموږ د چاپیرییال خرابول وو، بلکې زموږ عزت ته سپکاوی وو، دومره دې موږ بې‌ارزښته وګڼلو، دومره دې دا خاوره بې‌صاحبه وګڼله، دومره دې دا خاوره بې‌هیڅه وګڼله، چې راغلې او پر موږ دې تر ټولو وژونکی بم استعمال کړ."

د تیرې پنجشنبې ورځې په ماښام د امریکا هوايي ځواکونو، د دغه هیواد د تر ټولو زورور بم په مټ، چې ورته د 'ټولو بمونو مور' نوم ورکړل شوی، د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د 'اسلامي دولت' نومې ډلې یا داعش سمڅې او پټنځایونه په نښه کړل.

افغان چارواکي وايي، دا برید، چې په نتیجه کې يې شاوخوا ۹۰ داعشیان وژل شوي، د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو په همغږۍ ترسره شوی دی.

خو ښاغلي کرزي افغان حکومت په ملي خیانت تورن کړ، چې پر وینا یې له امریکا سره یې توافق کړی، ترڅو په افغانستان کې دا ډول بم استعمال کړي.

هغه وویل "که زموږ حکومت ورسره منلې ده، غلط کار یې کړی دی، وړمه ورځ زموږ حکومت ملي خیانت کړی، مطلق ملي خیانت یې کړی او ترې پوښتنه کوو، څنګه دې امریکا ته اجازه ورکړه، چې راشي د اتم په قوت سره بم، زموږ په خاوره کې واچوي."

که څه هم د افغانستان حکومت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د ارګ د مطبوعاتو د دفتر سرپرست شاه حُسین مرتضوي تیره ورځ په یوې خبري غونډه کې د ورته څرګندونو په غبرګون وویل "له دغه برید وروسته موږ د یو لړ انتقادونو شاهدان هم یو، خو زموږ پوښتنه د هغو سیاسي رهبرانو او سیاسي بهیرونو څخه، چې پر دغه برید انتقاد کوي دا ده، چې ستاسې انتقاد د دښمن په مرکزونو دی او که پر هغو وسایلو چې په دغه برید کې ترې کار اخیستل شوی دی؟"

ښاغلي مرتضوي وویل، د افغانستان خلکو تل له افغان ولسمشر څخه د دولت د وسله‌والو مخالفینو د ځپلو غوښتنه کړې او زیاته یې کړه، چې دا برید هم د افغان ولس په غوښتنه شوی او له سیاسي رهبرانو څخه یې وغوښتل، چې د افغان ولس د غوښتنې درناوی وکړي.

د افغانستان ولسي جرګې هم نن په خپله غونډه کې د دغه بمي برید په اړه پراخ بحثونه وکړل. ځینو وکیلانو د دې برید پلوي وکړه، خو ځینو نورو یې کلک مخالفت وکړ.

په پای کې د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي پریکړه وکړه، چې د دغې پیښې په اړه د پلټونو لپاره یو پلاوی ننګرهار ته استوي او د پلاوي د پلټونو په نتیجه کې به دا جرګه په دې برخه کې خپل دریځ څرګند کړي.

XS
SM
MD
LG