متحدو ایالتونو د کیوبا پر ولسمشر میګویل دیاز-کانل او څو حکومتي ادارو او اړوندو بنسټونو بندیزونه لګولي او ویلي یې دي چې دغه کسان او ادارې د امریکا د ملي امنیت د "کمزوري کولو او بېثباته کولو" د کمپاین برخه دي.
د بندیزونو په لېست کې د ولسمشر مېرمن، لیس کویستا پریزا، د هغه ناسکه زوی مانوېل انیدو کویستا، د کیوبا د استخباراتي خدماتو پخوانی مشر الیهاندرو کاسترو اسپین، او د هغه زوی راول الیهاندرو کاسترو کالیس هم شامل دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په یوه لیکلي چې "د ټرمپ اداره به نور دا ونه زغمي چې زموږ په نیمه کره کې افراطي مارکسیستي رژیمونه د امریکا ملي امنیت ته ګواښ پېښ کړي او د نفوذ عملیات ترسره کړي څو خپله زهرجنه او ناوړه ‘انقلاب’ زموږ هېواد او نړۍ ته صادر کړي. "
د کیوبا ولسمشر دیاز-کانل دغه بندیزونه "غیرقانوني" بللي دي. هغه ویلي چې دا اقدامات پر کیوبا د امریکا بندیزونه لا پیاوړي کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړه نوره هم ژوروي.
په نویو بندیزونو کې د کیوبا د انقلابي وسلهوالو ځواکونو وزارت، د انقلاب د دفاع کمېټې، او د خلکو ترمنځ د دوستۍ کیوبایي انسټیټیوټ هم په نښه شوي دي.
روبیو ویلي، پر دغو ادارو بندیز لګول د دې لپاره دي چې "پر هغه پوځي کارټل فشار زیات شي چې په کیوبا کې یې ټول اقتصادي واک د رژیم د محدودې کړۍ د مشرانو او د هغوی د بهرنیو پټو بانکي حسابونو د ګټې لپاره راټول کړی دی. "
فورم \ دبحث خونه