د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د پولیو دوه واکسین کوونکي وژل شوي دي


د پاکستان په شمال لویدیځ کي د سړک په غاړه د بم په چاودنه کي دوه کسه چي د ماشومانو د فلج یا پولیو واکسین کونکي وو وژل شوي دي.

چارواکو پرون د پنجشنبې په ورځ وویل چي دا چاودنه هغه وخت وشوه چي دغه دوه تنه د ( مالي خیل ) کلي ته روان وو.

پولیسو وویل چي وسله والو کسانو د سه شنبې په ورځ د پولیسو یو صاحب منصب هغه وخت وواژه چي د خیبر پښتوخواه د ولایت د ( صوابي ) په سیمه کي یې د پولیو د واکسیناتورانو بدرگه کوله. دغه واکسیناتوران کور په کور گرځیدل او ماشومان یې واکسینول. په دې حمله کي په واکسیناتورانو کي هیڅوک نه دی وژل شوی.

پاکستان د نړۍ په هغو درو هیوادونو کي دی چي د ماشومانو د فلج ناروغي په کي زیاته ده او دا ناروغي په تیره بیا په قبایلي سیمو کي چي یاغیان ډیر فعال دي ډیره لیدل کیږي.
XS
SM
MD
LG