د لاس رسي وړ اتصالات

په اروپا کې د سختې ګرمۍ څپه او ځنګلي اورونه

د اروپا یو شمېر هېوادونه د روان دوبي په موسم کې د لومړي ځل لپاره د سختې ګرمۍ سره مخ دي. په هسپانیې کې د لوړې تودوخې او وچې هوا له امله د ځنګلونو اور هم پراخ شوی دی.

د دې هیواد د تېرول ولایت د ایخولو په سیمه کې ځنمګلي اور نږدې زر هکټاره ځمکه سوځولې ده. د هسپانیې د پوځي بېړنیو خدماتو ادارې ځانګړي ځواکونه د سیمه‌ییزو اطفايیې ډلو ترڅنګ د شپې تر ناوخته د اور د مهارولو او د اور د خپرېدو د مخنیوي هڅې کوي.

د هسپانیې د هوا پېژندنې ادارې د سې شنبې ورځې (د جولای ۲۱) لپاره د سختې ګرمۍ خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې هېواد د ۲۰۲۶ کال د ګرمۍ درییمه څپه پیلیږي. چارواکو د اورلګېدنې د خطر له امله د بیړني حالت دویمه درجه اعلان کړې، چې له مخې یې اور ښايي استوګنیزو سیمو او زیربناوو ته هم ګواښ پېښ کړي.

هواپیژندونکي وایي چې د تودوخې لوړه درجه، وچکالي او قوي بادونه د اروپا په جنوبي هیوادونو کې د ځنګلي اورونو د زیاتېدو خطر لا پسې لوړ کړی دی.

په یونان کې د سره صلیب رضاکارانو د سې شنبې په ورځ د آتن د اکروپولیس تاریخي سیمې ته د ورتلونکو سیلانیانو لپاره د اوبو وېش او د ګرمۍ د مخنیوي لارښوونې پیل کړې. چارواکو د تودوخې د لوړې کچې له امله خلکو ته د احتیاط سپارښتنه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG