د لاس رسي وړ اتصالات

د ارزګان د مرکز ترینکوټ ښار په څنډو کې جګړو بیا زور اخیستی


ارزګان ولایتي ادارې له خوا په دغه خپور شوي عکس کې جنرال عبدالرازق د ترینکوټ ښار څخه د لیدنې په حال کې لیدل کیږي.
ارزګان ولایتي ادارې له خوا په دغه خپور شوي عکس کې جنرال عبدالرازق د ترینکوټ ښار څخه د لیدنې په حال کې لیدل کیږي.

د ارزګان امنیتي چارواکي وایي، ددغه ولایت د مرکز ترینکوټ د ښار په شمال ختیځ کې د تیرې شپې په پیل شوو جګړو کې چې لا روانې دي ۴۸ وسله وال مخالفان او ۲۲ افغان پولیس وژل شوي دي.

د ارزګان امنیتي چارواکي وایي، چې د تیرماښام راهیسې یو ځل بیا ددغه ولایت د مرکر ترینکوټ د ښار په شمال ختیځ د چرمګر او خیراباد په سیمو کې جګړو زور اخیستی چې له امله یې تر نن سهار پورې د افغان حکومت ۴۸ وسله وال مخالفان وژل شوي او ۲۰ نورټپیان شوي دي.

د ارزګان د امنیې قوماندانۍ یو لوړ پوړې چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي، چې په دغو جګړو کې ۲۲ افغان پولیس هم وژل شوي او نهه تنه نور وسله والو له ځان سره وړي دي.

دا تازه نښتې ترماښام د وسله والو طالبانو له خوا د ترینکوټ د ښار په تازه جوړو شوو امنیتي پوستو باندې په بریدونوباندې پیل شوي چې لا هم د دواړو خواو ترمنځ په دغو سیمو کې جګړې دوام لري.

داسې رپوټونه هم وو چې په دغو جګړو کې وسله والوطالبانو یوځل بیا د ښار دننه سیمو ته لاره موندلې او طالب وسله والو امنیه قوماندانۍ سره نږدې د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه ترسره کړي دي ، خو د ارزګان ولایتي چارواکي وایي جګړه یوازې د ترینکوټ د ښار په شمال ختیځ کې امنیتي کمربند شاوخواتهد چرمګر او خیراباد په سیمو کې روانه ده.

د چرمگر سيمه د ترينکوټ ښارپه شمال ختیځ يو کيلو ميترۍ پرته ده.

د ارزگان د والي وياند دوست محمد ناياب امريکاغږ اشنا راډیوته وويل چې افغان او نړيوالو ځواکونو د وسله والو پر مورچو هوايي بريدونه هم کړي دي چې له امله یې وسله والو مخالفینو ته د سر دروند زیان رسیدلی دی.

د ترينکوټ ښار اوسيدونکي وايي چې د تيرې شپې راهيسې پيل شوې جگړه کې تر ډيره له درنو وسلو څخه کار اخيستل کيږي چې د ښار اوسيدونکي يې ډير نا ارامه کړي وو.

د ارزگان په ولایت کې د روانو جګړو مشري د کندهار د پولیسو د قوماندان جنرال عبدلرازق په غاړه ده.

د ارزگان د وروستيو نا امنيو له امله تر پنځه زرو پورې کورنی له خپلو مینو بېځايه شوي چې تردوو زرو پورې یې کندهارولایت او پاتې نورې یې د ارزگان په ولایت کې دننه یو شمیر سيمو کې ځای پرځای شوي دي.

د ترينکوټ ـ کندهار د لويي لار د بیا بنديدو له امله دغه ښار سره یوځل بیا د ځمکې له لارې تګ راتګ بند شوی دی.

د ارزگان د والي وياند دوست محمد ناياب وايي چې د ژمي په راتگ سره د ولايتي ادارې لويه اندېښنه بېځايه شويو کورنيو سره د مرستې د برابرولو مسله ده .

دوست محمد نایاب له امريکاغږسره په خبرو کې وويل چې دوی د هالنډ ، جرمني او اسټراليا هيوادونو له سفيرانو څخه چې دې ولايت ته يې تازه سفر کړی ، غوښتي چې له بېځايه شويو کورنيو سره مرستې وکړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د ترينکوټ د نويو نښتو په اړه کومه تبصره نده کړې .

خو د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي د خپل ټویټر په پاڼه د دایکنډي ولایت د ګیزاب د ولسوالۍ د جګړو په هکله ویلي، چې په دغه ولسوالۍ کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې لا هم دوام لري.

قاري احمدي ویلي، چې طالبانو په دغو جګړو کې د افغان امنیتي ځواکونو څخه ۱۲ پوستې نیولي دي.

د طالبانود ډلې ددغه ویاند د ویاند د ادعا له مخې د افغان حکومت ۲۵ عسکر هم طالب وسله والو ته تسلیم شوي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG