د لاس رسي وړ اتصالات

د بادغیس په بالامرغاب کې سختې جګړې شوي


په دې وروستیو اونیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په څو ولایتونو کې جګړې شوي، چې دواړو خواو ته یې د سر زیان اړولی دی.
په دې وروستیو اونیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په څو ولایتونو کې جګړې شوي، چې دواړو خواو ته یې د سر زیان اړولی دی.

د بادغیس ولایتي چارواکو د جمعې په ورځ ( کب ۲۴ مه) ویلي، چې وسله والو طالبانو د روانې اونۍ په اوږدو کې د دغه ولایت د بالامرغاب په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو پرله پسې بریدونه کړي، چې دواړو خواو ته په کې د سرزیان رسیدلی دی.

د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې وسله والو طالبانو د یوې اونې راهیسې د بالامرغاب ولسوالۍ د نیولو لپاره د دغې ولسوالۍ په شاوخوا پرتو امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې له امله یې لږ ترلږه ۱۳ افغان امنیتي سرتیري وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د بادغیس د والي ویاند د ادعا له مخې په جګړو کې تر څلویښتو پورې وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

خو د بادغیس د ولایتي شورا رئیس عبدالعزیز بیګ امریکا غږ اشنا راډیو ته د دې جګړو په اړه وویل، چې اوس هم د بالامرغاب ولسوالۍ په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو تر محاصرې لاندې ده او یوازې د ولسوالۍ مرکز د افغان ځواکونو په لاس کې دی.

هغه وویل، که چیرې تازه د مه ځواکونه دغې ولسوالۍ ته ونه رسیږي، ممکن د افغان ځواکونو د لا زیاتو تلفاتو سبب شي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې د بالامرغاب د ولسوالۍ د ټولو پوځي مرکزونو او امنیتي پوستو د نیولو ادعا کړې ده او ویلي دي، چې اوس مهال د دغې ډلې وسله وال د بالامرغاب د ولسوالۍ په بازار کې د افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې شاوخوا اتیا تنه کماندو ځواکونه د بالامرغاب ولسوالۍ ته رسیدلي، چې ورسره د دغې ولسوالۍ د سقوط ګواښ هم له منځه تللی دی.

والي ملکزي همداشان وویل، چې د افغان هوايي پوځ هلیکوپترونه هم بادغیس ته رسیدلي، چې د بالامرغاب په جګړه کې به ورڅخه کار واخیستل شي.

د بادغیس والي په بالامرغاب کې د جګړې اوږدیدل د افغان امنیتي ځواکونو له خوا په جګړه کې ملکي وګړو ته د تلفاتو مخنیوی وښود او ادعا یې وکړه، چې وسله وال طالبان د خلکو له کورونو څخه د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي.

د بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال خوشال سادات د دغو جګړو په اړه د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې په بالامرغاب کې یې د طالبانو بریدونه په شا تمبولي دي.

ښاغلي سادات لیکلي " د امنیه قومندان سره په تماس کې یم. د بادغیس په بالامرغاب د طالبانو بریدونه مو ناکام کړي او دښمن شاتګ ته مجبور شوی. سیمې ته هوایي ځواک رسېدلی او ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر به د سیمې تصفیه پیل شي."

وسله والو طالبانو د بالامرغاب د ولسوالۍ په جګړو کې د یو شمیر افغان سرتیرو د نیولو خبر هم ورکړی، چې د بادغیس ولایتي چارواکو د طالبانو له خوا یوازې د پنځه سرتیرو نیول تائید کړي دي.

XS
SM
MD
LG