د لاس رسي وړ اتصالات

حکمتیار: واک ته د رسېدو یوازینۍ لار شفاف انتخابات دي


حکمتیار وایي په افغانستان کې جګړه د بهرنیو په مرسته او امکاناتو پرمخ وړل کیږي
حکمتیار وایي په افغانستان کې جګړه د بهرنیو په مرسته او امکاناتو پرمخ وړل کیږي

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وایي چې د زور له لارې واک ته د رسیدلو وخت تیر شوی او په افغانستان کې واک ته د رسیدو یوازینۍ لار د شفافو ټاکنو د کیدو لار ده.

د اسلامي حزب مشر د سه شنبې په ورځ د پکتیا د قومي مشرانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل "هیچا ته دا اجازه نه ورکوو چې ارګ ته دې له دیوالونو څخه ورواوړي او د اقتدار په ګدۍ کښیني".

هغه د ګوندونو ترمنځ ائتلاف جوړیدل د ګوندونو حق وګاڼه، خو ویې ویل که ائتلافونو هدف په افغانستان د کړکیچ زیاتیدل وي او یا هم په واک کې د لا زیاتې ونډې ترلاسه کول وي دا ډول ائتلافونه به هدف ته ونه رسیږي.

ګلبدین حکمتیار په خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې د روانې جګړې په هکله وویل چې دا جګړه د بهرنیو په مرسته او امکاناتو پرمخ وړل کیږي " هیڅ لوری هم په خپلو ذاتي وسایلو نه جنګیږي او هیڅوک هم د خدای لپاره له دوی سره د جنګ د مهماتو مرسته نه کوي. هر یو خپلې ناولې موخې لري او د همدغو ناولو موخو لپاره افغانان جنګوي".

د اسلامي حزب مشر ادعا وکړه چې یو شمیر هیوادونه د افغانانو د فقر څخه ناوړه ګټه اخلي او هغوی بهرنیو هیوادونو ته د جګړې لپاره استوي. هغه وویل دوی "... جنګیالي استخداموي، هم یې په کوردننه جنګوي او هم بهر دا نن ستاسو دیرش زره په عراق او سوریې کې جنګیږي او خدای خبر څومره ترې وژل شوي او د هریو معاش هم د یو ډرایور په اندازه دی، شاید د یو ډرایور معاش په اندازه هم نه وي".

حکمتیار د پکتیا د مشرانو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره دې د خپلو سیمو د امنیت د ټینګیدو لپاره لاسونه بډ وهي او د خپل زوړ دود له مخې دې د خپلو سیمو امنیت ونیسي او مجرمانو ته دې د قومي دستور له مخې سزا ورکړي.

حکمتیار د حقاني شبکې د مشر مولوي جلال الدین حقاني او د هغه له زامنو هم وغوښتل چې که چیرې د ځدرانو قوم په خپله سیمه او افغانستان کې د امنیت د راوستلو پریکړه وکړي، نو ورسره دې مخالفت نه کوي او ورڅخه دې ملاتړ وکړي.

حکمیتار د هغو خپرو شوو رپوټونو په هکله چې په کې ویل شوي دي، چې اسلامي حزب په ملي یووالي حکومت د شاملیدو پریکړه کړې ناسم وبلل او ویې ویل چې تراوسه په دې اړه حتی خبرې هم نه دي شوي.

د چارو یو شمیر افغان کارپوهان په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګیدو په برخه کې د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار د څرګندونو هرکلی کوی، خو یو شمیر بیا وایي چې د ښاغلی حکمتیار په څرګندونو کې یو ډول ګواښ شته چې کیدای شي د هغه پخواني مخالفان پرې خوشاله نه شي.

د افغانستان د سیاسي چارو یو کارپوه بشیر بیژن امریکا غږ ته وویل " د دې لپاره چې دلته د سیمې استخبارات او یا له سیمې بهر استخبارات لا هم خپل د دښمنۍ ډکې هڅې پرمخ بیايي او په افغانستان کې د جګړې د پراختیدو په لټه کې دي او د بلې خوا د موجودو جریانونو ترمنځ سنتي دښمنۍ هم یو له دغو موادو څخه دی چې که ادبیات په سمه توګه تنظیم شوي نه وي کولی شي د افغانستان د اوسیدونکو د اندیښنو سبب شي".

XS
SM
MD
LG