د لاس رسي وړ اتصالات

هلمندي پرلت کوونکو کابل ته پلی مزل پیل کړی


شاوخوا دوه میاشتې مخکې لښکرګاه کې د مدني ټولنې لسګونو غړو افغانستان کې جګړې بندیدلو لپاره د غږ اوچت کړ او د پرلت خیمه یې ووهله
شاوخوا دوه میاشتې مخکې لښکرګاه کې د مدني ټولنې لسګونو غړو افغانستان کې جګړې بندیدلو لپاره د غږ اوچت کړ او د پرلت خیمه یې ووهله

د هلمند د سولې د پرلت غړو له لښکرګاه ښار څخه کابل ته تیر مازیګر پلی حرکت پيل کړی او وایي، چې غواړي له دې لارې د نړیوالو پام افغانستان کې سولې اړتیا ته ور واړوي.

پرلت کوونکي لاهم د هلمند ولایت په حدودو کې مزل کوي او د کندهار ولایت ته نه دي رسیدلي.

د هلمند د پرلت ګډون کوونکي، چې په پښو يې د کابل په لور حرکت پيل کړی، په جګړه کې له ښکېلو غاړو غواړي، چې د روژې د میاشتې په درناوي دې اوربند وکړي.

د هلمند د سولې د غږ د بهیر د غړو شمېر، ۱۵ تنه دی، چې ځیني پکې د د تیرو لسو کالو په ترځ کې معیوب شوي کسان هم شامل دي.

دوی به لمړی کندهار ته ځي او بیا به له کندهار څخه د کابل پر لوري خپل تګ ته دوام ور کوي.

د دغه حرکت مشر اقبال خیبر امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، چې غواړي د لارې په اوږدو کې له ولسي خلکو سره هم پدې سفر کې ویني او له هغوی سره به د سولې په اړه خبري وکړي.

ښاغلي خیبر وویل " غواړو کابل کې لويې غونډې جوړې کړو او نړی ته خپل د سولې پیغام ورسوو دا چې مونږ امن غواړي او نوره جګړه نشو زغملای".

د هلمند په مرکز کې د سولې د پرلت د پيل پر وخت پرلت کوونکو د دې ولایت شمالي ولسوالیو ته، چې د وسله والو طالبانو د نفوذ سیمې دي په ځانګړي ډول موسی کلا ته د تګ نیت درلود، خو د وسله والو طالبانو د منفي ځواب د ترلاسه کولو له کبله يې اوس د کابل پر لور خپل سفر پيل کړی دی.

پرلت کوونکو د سفر د پيل پر وخت په یوه پریکړه لیک کې د روژې د میاشتي د رارسیدلو د درناوي لپاره په جګړه کې د ښکیلو خواو څخه د اوربند غوښتنه وکړه ،خو تر اوسه هیڅ یوه لوريهم د پرلت کوونکو دغې غوښتنې ته ځواب ندی ویلي.

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د هلمند ولایت مرکز کې د مدني ټولنې په لسګونو غړو په افغانستان کې د جګړې د بندیدلو لپاره د غږ د اوچتولو په لپاره د پرلت خیمه ووهله.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG