د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند نیمايي پولیس خیالي دي او نشته


د هلمند د امنیه قومندان وايي زرګونه پولیس نشته خو معاشونه یې اخیستل شوي دي
د هلمند د امنیه قومندان وايي زرګونه پولیس نشته خو معاشونه یې اخیستل شوي دي

د هلمند د امنیې قومندان آقا نور کینتوز وايي چې د دغه ولایت د پولیسو تشکیل لس زره دی خو یوازې پنځه زره پرکار دي او د نورو نومونه یې تش په پاڼو لیکل شوي او معاشونه یې هم اخیستل شوي دي.

ښاغلي کینتوز په هلمند کې په خبري کنفرانس کې وویل "د نمونې په ډول د مارجې ولسوالۍ د پوليسو تشکیل ۴۵۰ تنه دی خو حاضر پوليس یوازې ۱۵۰ تنه دي او د ۳۰۰ نورو معاشونه له تېرو نهو میاشتو راهیسې اخیستل کیدل او شخصي جیبونو ته تلل".

ښاغلي کینتوز په دې اړه نور ډېر جزییات ورنکړل، چې دغه معاشونه د چا جیبونو ته تللي دي او ولې دومره زیات پولیس پر دندو نشته.

په همدې حال کې په امنیتي ادارو کې د فساد سره د مبارزې په لړ کې ۲۸۰ پوليس له دندو شړل شوي او ښاغلی کینتوز وايي شاید سلګونه نور هم وشړي.

هغه وايي شړل شوي هغه کسان دي چې خپلو دندو ته ژمن نه وو او یا د خاصو کړیو لپاره یې کار کاوه، خو د امنیه قومندان دغه خاصې کړۍ معرفې نکړې.

د همدې اونۍ په سر کې ولسمشر محمد اشرف غني هلمند ولایت ته ولاړ او هلته يې د پولیسو په ادارو کې د جدي اصلاحاتو امر وکړ.

د هلمند د دوامداره ناامنیو یو دلیل دا هم بلل کیږي چي د پوليسو حقیقي شمېر او د کاغذ پر مخ تشکیل يې ډير سره توپير سره لري، چې پراخ فساد ته یې هم لاره هواره کړې ده.

په هلمند کې د ټولو امنیتي او دفاعي سرتېرو شمېر ۳۲ زرو ته رسیږي چي دا د بل هر ولایت په پرتله ډېر بلل کیږي. خو په دې ولایت کې د خيالي ځواکونو د موجودیت له کبلهوسله وال طالبان د هلمند له ۱۴ ولسواليو څخه پنځه یې په واک کي لري او یوازې دنورو ولسواليو مرکزونه له حکومت سره دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG