د لاس رسي وړ اتصالات

د هرات د زنده جان ولسوال د ماین چاودنه کې وژل شوی


وروستیو اونیو کې سړک د غاړې ماینونو چاودنو کې د افغان امنیتي ځواکونو د سرتیرو د تلفاتو سربیره ملکي وګړو ته هم زیات تلفات رسیدلي دي.
وروستیو اونیو کې سړک د غاړې ماینونو چاودنو کې د افغان امنیتي ځواکونو د سرتیرو د تلفاتو سربیره ملکي وګړو ته هم زیات تلفات رسیدلي دي.

د هرات ولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د زنده جان ولسوال شکر الله شاکر نن د شنبې په ورځ ( زمري ۱۲ مه) د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

د هرات د امنیه قومندانۍ د رسنیو مسول فرزاد فروتن امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل،چې د ولسوال شاکر د سپرلۍ پر موټر دا چاودنه د زنده جان د ولسوالۍ د " ترکه وچاه ظلم اباد" د سیمو ترمنځ شوې، چې له امله ولسوال شاکر او د هغه یو ساتوونکی وژل شوي او پنځه نور ساتوونکي ټپیان شوي دي.

ښاغلي فروتن وویل، چې دا ماین د وسله والو مخالفانو له تازه پر دغه سړک کې ښخ شوی وو.

خو د هرات ولایت یو سیمه ییز چارواکي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دې چاودنه کې د زنده جان د ولسوال یو ورور او یو ساتوونکی وژل شوي او درې نور ساتوونکي یې ژوبل شوي د ي.

تراوسه کومې وسله والې ډلې د زنده جان د ولسوالۍ د ولسوال د وژلو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG