د لاس رسي وړ اتصالات

سولې شورا: دفتر، بهرنیو ځواکونو او په هرڅه مخالفینو سره خبرو ته تیار یو


د افغانستان سولې عالي شورا نن د ۳۴ ولایتونو د دیني عالمانو سره مشورتي غونډې پیل کړې.
د افغانستان سولې عالي شورا نن د ۳۴ ولایتونو د دیني عالمانو سره مشورتي غونډې پیل کړې.

د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر اکرم خپلواک وايي، د سولېعالي شورا، له وسله والو مخالفینو سره د دفتر له موضوع نیولې، د بهرنیو ځواکونو په وتلو، اصلاحاتو، زندانیانو په خلاصون او له تور لست څخه د نومونو په ایستلو خبرو ته چمتو ده.

د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر چې نن د څلور دېرشو ولایتونو د علماوو دوه ورځني کنفرانس ته خبرې کولې وویل چې که وسله وال مخالفین هره غوښتنه لري، د سولې عالي شورا د هغوی غوښتنو اساسي اواري ته ژمنه او چمتو ده.

ښاغلي خپلواک وویل "مونږ وايو، چې باعزته سوله غواړو. مونږ تسلیمیدل نغواړو. ولې مونږ وايو، چې مذاکراتو د شروع کېدو لپاره قید او شرط نه لرو، دوی چې هره موضوع لري د خبرو له لارې دې مطرح کړي".

د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر وویل چې له وسله والو مخالفینو سره بین الافغاني مذاکراتو ته ترجیح ورکوي.

اکرم خپلواک دې غونډې ته وویل چې افغان حکومت د سولې مذاکراتو ته جدی دی او د افغانستان له دیني علماوو نه یې غوښتل چې دوی دې مخکې شي او له وسله والو مخالفینو سره دې د مذاکراتو رهبري په غاړه واخلي.

په همدې ناسته کې چې د سولې د عالي شورا مشر کریم خلیلي هم خبرې کولې دیني علماوو ته وویل چې د سولې اینده ته خوشبین دی.

کریم خلیلي وویل "مونږ دا اوس داسې ښه او هیله بخښونکي کارونه کړي، چې له وسله والو مخالفینو سره د رسمي مذاکراتو پيل ته غوره دي".

هغه وویل د سولې په برخه کې ښې هڅې روانې دي.

د سولې د عالي شورا مشر د افغانستان له دیني علماوو وغوښتل چې د دوی مرستې ته اساسي اړتیا لري او علماء دې خپله ونډه وکاروي.

پدې ناسته کې د طالبانو د وخت د پاکستان سفیر ملا عبدالسلام ضعیف د سولې په عالي شورا نیوکې وکړې او ویې ویل دا شورا منځګړې نده او ډیر غړي یې حکومتي چارواکي دي.

ملا عبدالسلام ضعیف له دیني علماوو وغوښتل چې حکومت ته دې د سولې په برخه کې سلا مشورې ورکړي خو کوم پرېکړه لیک دې نه صادروي.

د سولې د عالي شورا له خوا د دیني علماوو دا ناسته دوه ورځنۍ ده او د سولې شورا تمه لري، چې ددې ناستې په پای کې به یو پرېکړه لیک هم صادر شي.

XS
SM
MD
LG