د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو یو جګپوړی مذهبي مشر په پاکستان کې وژل شوی


په افغانستان کې د طالبانو حکومت جمعه اپریل ۱۹ ( وري ۳۱) تائید کړله چې نا څرګندو وسله والود دې ډلې یو جګپوړی مذهبي مشر په پاکستان کې وژلی دی.

سیمه ایزو پولیسو ویلي چې وسله والو د محمد عمر اخندزاده په نامه دا طالب چارواکی د پنجشنبې په ماښام د بلوچستان ولایت د کوټې په ښار کې پداسې حال کې وویشت او وې واژه چې د ماښام لمانځه امامت یې کاوه.

پولیسو ویلي چې وسله وال د پیښې څخه وروسته تښتیدلي دي خو دا یې ندي ویلي چې دا طالب چارواکی چا او ولې وژلی دی او تر اوسه کومه ډلې هم د هغه د وژلو ادعا نده کړې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرته لدې چې ووایي، اخندزاده چیرته او چا وژلی، دا پیښه یې غندلې او د هغه مړینه یې "نه جبرانیدونکې ضایعه" بللې ده.

ښاغلي مجاهد دا هم ندي ویلي چې وژل شوي دیني عالم په کوټې کې ژوند کاوه او که د کوم رسمي کار لپاره تللی و خو دومره یې ويلي چې هغه د دې ډلې دکره کتنې ادارې عضو او دکندهار دجهادي مدرسې استاد و.

مجاهد د وژل شوي طالب چارواکي په هکله د اکس په شبکې کې لیکلي چي د طالبانو حکومت "د دغه واقعه د هېواد لپاره یوه نه جبرانیدونکې علمي ضایعه بولي، د اخندزاده صاحب مرحوم، کورنۍ، خپلوانو او متعلقینوته تسلیت وړاندې کوي. د اسلام د دښمنانو دغه جنایت چې علماء کرام په شهادت رسوي، په کلکه غندي او ستر جرم یې ګڼي."

سره لدې چې ښاغلي مجاهد دا وژل شوی طالب چارواکی یوازې د مدرسې استاد او د کره کتنې کمیټې غړی بللی خو ګڼ شمیر سرچینو امریکا غږ ته ویلي چې دی د طالبانو مشر هیبت الله اخندزاده جګپوړی سلاکار و.

د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلی ګڼ شمیر جګپوړي غړي او هغوي چې ځانونه د طالبانو سره تړلي بولي، د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې وژل شویدي.

د پاکستان حکومت هم لا پدې هکله څه ندي ویلي چې د طالبانو دا جګپوړی چارواکی د کوټې په ښار کې چا وژلی دی خو تر دې وړاندې په طالبانو د اکثریت بریدونو کولو ادعا د داعش – خراسان څانګې کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG