د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د یو خصوصي پوهنتون آنلاین زده‌کړې بې‌اعتباره ګڼلي


د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي چې په انلاین بڼه د کاروان په نوم د خصوصي پوهنتون د لیسانس او د ماسټرۍ پروګرامونه د اعتبار وړ نه دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې یاد پوهنتون د لیسانس انلاین دوره د رسمي جواز نه درلودلو او اکاډمیک معیارونو په نشتون کې د لیسانس برنامه پیل کړې وه او د ماسټرۍ دوره یې لا تر اوسه خپل قانوني مرحلې نه دي بشپړې کړي.

د لوړو زده کړو وزارت یو ویاند حنیف فروزان نن شنبه (جون ۲۰) امریکا غږ ته وویل: "د غبرګولي په ۱۶ زموږ پلاوی د ارزیابۍ لپاره دغه پوهنتون ته تللي و. د وضع شوې مقررې پر اساس د پلاوي څېړنو وښودله چې په انلاین بڼه د کاروان پوهنتون د لیسانس او فوق لیسانس برنامې د قانون خلاف دي."

ښاغلي فروزان زیاته کړه چې اوس مهال په افغانستان کې هېڅ رسمي انلاین پوهنتون نشته: "له دې کبله چې د کرونا ویروس د خورېدو ستونزې دي موږ له دې لپاره چې د پوهنتونونو درسي خپرونې ټکنۍ نشي یوازې په همدې مودې کې ورته د انلاین زده کړو اجازه ورکړې وه. خو د کاروان پوهنتون، د لیسانس ټوله ډوره په انلاین ډول اعلان کړې وه او د کانکور ازموینه یې هم اخیستلې وه."

د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د کاروان په نوم خصوصي پوهنتون باید خپل اسناد او ټاکل شوي اکاډمیک معیارونه پوره کړي.

له بلې خوا د کاروان پوهنتون مسوولین بیا وايي چې د لوړو زده‌کړو وزارت له خوا د دوی د انلاین دورې لپاره معیارونه بشپړ کړي دي.

د یاد پوهنتون مشر جاوید اندېش په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "د ماسټرۍ لپاره موږ د لوړو زده کړو وزارت دوه مرحلې په بریالیتوب پاې ته رسولي او یوه بله مرحله پاتې ده".

د لوړو زده کړو وزارت له ټولو محصلینو غوښتلي چې په خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو کې د نوم لیکنې مخکې د دغه وزارت له خوا د پوهنتونونو او موسسو د رسمیت په اړه د ډاډ حاصلولو وروسته خپلې زده کړې پیل کړي.

افغانستان کې د کرونا ویروس د خورېدو وروسته د زده کړو ټول خصوصي او دولتي بنسټونه وتړل شول.

ځینو پوهنتونو په انلاین بڼه د زده کړو برنامې پیل کړې خو په اکثرو سیمو کې د انټرنټ نشتون یا کمزورتیا له امله محصلین او زده‌کوونکي په دغه ډول زده کړو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG