د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په تاریخ کې نوې پاڼه پرانستل شوه-هیلري کلنتن وپیژنئ


د متحده ایالاتو په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یوه میرمن ددې هیواد د یو لوی گوند نومانده اعلانیږي.

که چیرې میرمن کلنتن د سږ کال په نوامبر میاشت کې د جمهوري ریاست ټاکنې د جمهوري غوښتونکي گوند څخه وگټي نو دا به بیا هم ددې هیواد په تاریخ کې لومړی ځل وي چې یوه میرمن د امریکا جمهور رئیسه کیږي.

میرمن هیلري کلنتن د متحده ایالاتو د پخواني جمهور رئیس بل کلنتن میرمن ده چې د نیویارک د ایالت د سناتورې او له هغې وروسته د بهرنیو چارو د وزیرې په توگه هم پاتې شوې.

د شیکاگو د منځني عاید لرونکې د یوې کورنۍ هغه خوشحاله کمکۍ نجلۍ چې پلار یې د جمهوري غوښتونکي گوند وفاداره غړی و وایي هغې سیاست ته د خپلې مور له کبله چې یوه ډیموکراته وه، مخه کړې.

خو د هغی د مور دورتي رادم ماشومتوب د هغې له ماشومتوبه ډیر توپیر درلود.

میرمن کلنتن په خپل ویب پاڼې کې په دې هکله لیکي دي"زما مور په اته کلنۍ کې د خپلې مور او پلار له خوا یوازې پریښودل شوه او بیا یې نیا او نیکه د شیکاگو نه لاس انجلس ته راوستله. هغه نیا او نیکه چې نه یې غوښتل دا وساتي: خو خلکو ورته مهرباني وښوده او هغې ته یې د ژوند بل فرصت ورکړ. لکه زما ښوونکې چې ولیدل زما مور د ډوډۍ دپاره پیسې نلري نو ماته به یې له خپله کوره اضافي ډوډۍ راوړله او په غوږ کې به یې راته ویل چې ما خو نن ډیره ډوډۍ راوړې راځه چې یو ځای یې وخوروو."

هیلري کله چې تنکۍ ځوانه وه نو د جمهوري غوښتونکي گوند پلوې وه هغې د ویلسلي په پوهنتون کی د سیاست په ډگر کې زیاته فعاله شوه. هغې په کال ١٩٦٩کې د میرمنو د پوهنتون د فارغ التحصیلانو په استازیتوب وینا وکړه.

له هغه ځایه هغه د یل معتبره پوهنتون ته لاړه چیرې چی هغه یوه مترقي دیموکراته شوه. د همدې پوهنتون په کتابتون کې د خپل ژوند راتلونکی ملگری بل کلنتن سره آشنا شوه. هغې او بل په کال١٩٧٥کې واده وکړ او د هغه ټاټوبی آرکنسا ته لاړه. هغه مهال بل کلنتن د آرکنسا ایالت والي وټاکل شو.

بل کلنتن او هیلري کلنتن په کال ١٩٩٢
بل کلنتن او هیلري کلنتن په کال ١٩٩٢

د میرمن کلنتن لور چلسي په آرکنسا کې زیږیدلې ده.

د بل کلنتن د جمهوري ریاست پر مهال د سپینې ماڼۍ ویاند باب وینر امریکا غږ ته وویل چې میرمن هیلري کلنتن د یوې ستونزې په تشخیصولو کې ډیره پوهیږي او ورته د حل لاره هم د بل کلنتن او یا بارک اوباما په پرتلې په چټکۍ پیشنهاد کوي خو میرمن کلنتن هغه څه نلري چې دوي یی لري."هغه پدې پوهیږي چې ځانگړی جذابیت نلري خو هوښیاره ده او په حکومتدارۍ کې لوړ مهارت لري."

کله چې ښاغلی بل کلنتن په کال ١٩٩٢کې د امریکا د جمهور رئیس په توگه وټاکل شو نو ټوکې یی کولې چې هیواد ته د یوه جمهور رئیس په بیه دوه جمهور رئیسان خدمت کوي، د دودیزو تمو په خلاف، میرمن کلنتن د جمهور رئیس د میرمنې په توگه په سیاسي ډگر کې دخیله پاتی شوه.

کلکه مبارزه یی د صحي بیمی د سیستم رغول و خو سر ته یی ونشو رسولای.

خو په سپینې ماڼۍ کې هغی ته د بل کلنتن د خیانت کیسی را برسیره شوې. دمانیکا لونسکي سره د نامشروع اړیکو له کبله بل کلنتن د کانگرس د استازو په جرگې کې استیضاح شو.

د فورنیي په قول په عامه انظارو کې د میاشتو میاشتو تحقیر او سپکاوي بار او فشار هم د هیلري پر اوږو خورا دروند تمام شو."هغه په ژوند کې د مخامخ شویو ناخوالو له کبله بدله شوه. او لدې اړخه د بریدونو له کبله هم په زړه داغداره او ټپي شوه چې ځینې یې غیر منصفانه و."

خو دوي خپل گډ ژوند وژغورو او میرمن کلنتن بیرته د خپلې لارې مبارزې ته ستنه شوه او د جلا سیاسي راتلونکې دپاره یې هلې ځلې پیل کړې.

په کال ٢٠٠٠ کې د نیویارک ایالت سناتوره شوه او په کال ٢٠٠٨ کې جمهور رئیس اوباما هغه د بهرنیو چارو وزیره وټاکله.

هغی د بهرنیو چارو د وزیرې په توگه د یو سلو دولسو هیوادونو څخه لیدنه وکړه او لدې موقع څخه یی د دیپلوماسۍ د قوت څخه په گټې اخیستو چې ورته نرم قوت نوم ورکړ شوی دی ، د ښځو د حقونو د پرمختگ دپاره زیار وایست.

د دیموکراتانو د گوندی غونډی پر مهال د جمهور رئیس اوباما میرمنې میشل اوباما د میرمن هلري داسې ستاینه وکړه.

"وگوری داسې وختونه زیات راغلل چې هلري ویلای شوای چې کار ډیر له زحمت نه ډک دی او خلکو ته د خدمت بیه گرانه ده او د خلکو د تبصرو نه چې د هغی د جامو په اړه د خبرو په اړه یی او حتی د خندا په اړه یی کول ستړی نه شو. هغه څه چې زه یی په هلري کی ستایم دا دی چې د فشار لاندی نه ماتیږي او هلري په ژوند کی هیڅکله هم ناکامي نه مني."

اوس نو هیلري د خپل ژوند د سیاسي مبارزې په اوج کې ده او د مشهور سوداگر دانلد ترمپ په وړاندې د سپینې ماڼۍ گټلو ته دریدلې ده.

سروې ښیي چې د دواړو نوماندانو ترمنځ سیالي خورا نږدې او حساسه ده خو د هیلري کلنتن د ژوند کیسه وایي چې هغه دغې مبارزې ته هم د نوامبر د ورځې تر ټاکنو پورې په پوره قوت سره دوام ورکړي.

وروستۍ سروې گانې ښیي چې میرمن کلنتن د خلکو په منځ کې هم محبوبه ده او هم منفوره. میرمن کلنتن د نړۍ د مشهورو څیرو څخه ده خو بیا هم اکثره هغه کسان چې له اوږدې مودې یې پیژني وایي هغه د خپل شخصي ژوند په اړه د زیاتو معلوماتو په ورکولو کې تل د خورا احتیاط نه کار اخلي.

XS
SM
MD
LG