که څه هم چې معلولیت او معیوبتیا د ډیرو کسانو لپاره نیمگړتیا ده، خو داسې کسان هم شته چې له ډیرو ستونزو سره سره په ټولنه کې فعاله ونډه ولري.
د نابینایانو د ټولنې یو فعال غړی همایون حکیمي دی چې ټولنې ته یې د پام وړ کارونه ترسره کړي.
هغه چې ۲۴ کاله عمر لري اوس مهال د نابینایانو د ټولنې په غړیتوب افغانستان ته د خدما کولو سربیره د سویډن د کمیټې د خاصو زده کړو مسؤل هم دی.
همایون وایي که څه هم چې خپلې زده کړې یې په ډیرو ستونزو سره په عادي ښوونځیو کې کړي، خو اوس مهال د نابینایانو خاصو ښوونځیو دغه قشر ته د زده کړو په برخه کې ډیره اسانتیا رامنځته کړې.
ښاغلی حکمیي وایي «ما په خپله یو دولتی مکتب کې درس ویلی دی چې هلته هیڅ نابنیا نه وو او زمونږ ټول ټولګیوال بینایان وول نو ډیرې زیاتې ستونزې خو بیا هم ما خپلې ستونزې وې خو بیا هم له ستونزو سره ما شخصا او زما ښوونکو هڅه وکړه چې زما درس ختم شی خو دا دې اوس له نیکه مرغه ځانګړې لیسه جوړه شوې ځانګړی ښوونځی جوړ شوی د نابینایانو او ناشنوایانو په خاطر چې دوی ته د مسلکی ښوونکو لخوا زده کړې ورکول کیږی او دوی په ډیره راحته فضا کې لوست کوی.»
ښاغلي حکیمي تر اوسه پورې د تعلیمي نصاب د ۵۰۰ په شاوخوا کې کتابونه د بریل خط ته چې د نابینایانو خاص ډول لیک دی اړولی هغه وایی کله چې د څلورم ټولګی زده کوونکی و دا کار یې پیل کړی او دا کار د نابینایانو لپاره خپل د پام وړ خدمت بولي.
هغه وایي « دا ټول کتابونه چې ما د ښوونځی له څلورم ټولګی نه تر اسوه پورې پرې کار کړی او بریل ته مې اړولی مونږ بریل ته اړولی دا ټول د مکتب کتابونه وو د معارف د نصاب کتابونه دی له لومړی ټولګی نه راځی تر دولسم ټولګی پورې چې دا په څو وارې ما لیکلی ټولو شاګردانو ته چا ته مې چې وس رسېدلی د سویډن د کمیټې لخوا چې هغوی ته مو توزیع کړی که چیرې ټول ټول کړو له ۵۰۰ کتابونو څخه هم زیاتیږی.»
همایون که څه هم نابینایی او معیوبیت یو محدودیت بولي خو وایي چې انسان ته نه ښايي چې د یوه حس په له لاسه ورکولو سره په ژوند کې له هڅې کولو لاس په سر شي.
همایون اوس مهال د حقوقو د پوهنځي محصل او د مدني ټولنې فعال دی. هغه په رسنیو کې هم د معلولینو لپاره خاصې خپرونې برابروي.