د لاس رسي وړ اتصالات

د کورونو د امنیت لپاره د انسان د څېرې پېژندونکې کمره


A security camera stands outside the main Telefonica headquarters in Madrid, Spain, May 12, 2017.

د نست د شرکت له خوا جوړه شوې د کورونو د امنیت کمره دومره ځیرکه ده ، چې کله خلک یوځل وویني، وروسته چې هرځلې له کمرې سره مخامخ کیږي، پیژندلی یې شي.

کمرې دغه ځیرکتیا د څیرې د پیژندنې له یوې تکنالوژي څخه ترلاسه کړې چې د ګوګل شرکت تولید کړې. د نست کم آی کیو په نامه دغه کمره درې سوه امریکايي ډالره بیه لري او مشتریان اړ دي چې د میاشتې لس ډالره نورهم د څیرې د پيژندنې د سافټویر او د ویډیوګانو د لس ورځنۍ ذخیرې په خاطر هم ورکړي.

د نست شرکت له دې مخکې یوه بله کمره هم جوړه کړې وه چې بیه یې ۲۰۰ امریکايي ډالره ده. د نست شرکت همدارنګه په کمرې باندې مجهز د کور یو زنګ ته هم د ګوګل شرکت د څیرې د پیژندنې سافټویر وراضافه کړی، چې بیه یې تراوسه نه ده اعلان کړې.

د اپل شرکت هم د څیرې د پیژندنې له تکنالوژۍ څخه د آیفون لس د تلیفون د خلاصولو په ګډون د نورو مقاصدو لپاره د ګټې اخیستنې په موخه، مخه کړې.

د نست کم آی کیو کمره د داسې راتلونکي یوه بیلګه ده په کومه کې به چې د مصنوعي ذکاوت درلودونکي کمپیوټرونه د دې وړتیا ولري چې په کور کې له انترنت سره د وصل شویو ډیرو ځیرکو اجناسو د موجودیت له امله زمونږ د ژوند په هکله معلومات ولري.

د اسوشیټد پرس د خبري آژانس کارکونکو دغه کمره په سانفرانسیسکو کې په خپل دفتر کې نصب کړه ، کمرې ټول هغه کسان وپیژندل چې په معمولي ډول دفتر ته راتګ کوي او د هرکس په لیدو به یې خبرتیا استوله. همدارنګه ، هرکله به یې چې څوک نه پیژندل هم به یې خبرداری واستاوه.

د تکنالوژۍ کارپوهان دغه کمره ښه کمره بولي، خو مشتریانو ته سپارښتنه کوي چې بیه یې ډیره لوړه ده او که چیرې دوی د نوې تکنالوژۍ ډير شوقیان نه وي، نو اخیستلو ته د یې زړه نه ښه کوي.

XS
SM
MD
LG