د لاس رسي وړ اتصالات

د کورني امنیت وزیر: د ټرمپ فرمان د مسلمانانو پر سفر بندیز نه لگوي


د امریکا د کورني امنیت وزیر، جان کیلی وایې: "دا [فرمان] د مسلمانانو پر راتګ بندیز نه دی."
د امریکا د کورني امنیت وزیر، جان کیلی وایې: "دا [فرمان] د مسلمانانو پر راتګ بندیز نه دی."

په داسې حال کې چې دننه په متحدو ایالتونو کې او لدغه هېواد څخه بهر د مهاجرت په اړه د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ناندریز فرمان په اړه مخالفتونه دوام لري، واشنګټن کې د درېو مهمو ادارو مشرانو د ټرمپ د فرمان ننګه کړې ده.

د امریکا د کورني امنیت نوی وزیر، جان کیلي وایې چې اړوندې ادارې وخت ته اړتیا لري څو د مهاجرت او ویزو شته سیسټمونه وارزوي.

هغه وویل: "دا د سفر بندیز نه دی دا یوه موقتي دمه ده چې څو وکولی شو امریکا ته د مهاجرت او ویزو سیسټمونه وارزوو."

د ټرمپ اجرائیوي فرمان د ۹۰ ورځو لپاره امریکا ته د اوو مسلمانو هېوادونو د اتباعو پر راتګ محدودیتونه لګولي دي.

کتونکي د ټرمپ حکم د مسلمانانو په راتګ بندیز بولي، هغه څه چې امریکايي مقامات یې نه مني.

جان کیلي خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې د فرمان یواځنۍ موخه د امریکا خاورې ته د ترهګرو د ننوتلو څخه مخنیوی دی.

یو شمیر خلک پدې باور دي چې د ټرمپ فرمان امریکا ته د مسلمانانو پر راتګ بندیز لګولی خو ښاغلي کیلي په ټینګار وویل: "دا [فرمان] د مسلمانانو پر راتګ بندیز نه دی."

د ټرمپ پر ضد د امریکايي څارنوالانو شکایت

د امریکا په څو ایالتونو کې د جمهور رئیس ټرمپ د فرمان پر وړاندې څارنوالانو شکایت ثبت کړی دی.

د واشنګټن سټیټ په ګډون، د ویرجینیا او ماساچوسیت ایالتونو څارنوالانو او د سن فرانسیسکو ښار څارنوال پدې تړاو حقوقي دعوه کړې ده.

د ماساچوست ایالت لويه څارنواله، مورا هیلي د ټرمپ فرمان غیرقانوني وباله ویې ویل:"دا

فرمان د مذهب پر اساس تبعیض ته لمن وهي، ددې ایالت اوسیدونکي له برابر قانوني خوندیتوب څخه محروموي او ورسره فرمان د فدرال مهاجرت له قانون سره په ټکر کې دی."

پر همدې حال په کالیفرونیا کې د سان فرانسیسکو ښار څارنوال، ډېنس هریررا وایې چې د ټرمپ فرمان ددې سبب شوی چې ښارونه میلیاردونه ډالر له لاسه ورکړي.

ډېنس هریررا وویل: "د جمهور رئیس فرمان نه یواځې غیرقانوني دی بلکه د امریکايي ارزښتونو پر ضد هم دی."

د رویترز د خبري آژانس د یوې نظر پوښتې پر بنسټ د ټرمپ اجرائیوی فرمان امریکایان سره ویشلي دي داسې چې ۴۹ فیصده خلک د فرمان ملاتړ کوي او نور ورسره موافق نه دي.

XS
SM
MD
LG