د لاس رسي وړ اتصالات

د هانګ کانګ پولېتخنیک پوهنتون محاصره دی؛ محصلینو ته د وتلو امر شوی


د هانګ کانګ پولیس د پولېتخنیک پوهنتون محاصره کړی دی او لهمحصلینو سره په اخ او ډب اوښتي دي.

پولیسو د دوشنبې په ورځ [نوامبر ۱۸] د خلکو پر ضد له اوښکي بهونکو ګازو څخه استفاده او هڅه یې وکړه چې ځيني کسان ونیسي.

په هغې وېډیو کې چې د اسوشېټډ خبري آژانس خپره کړې، د پوهنتون رئیس تینګ جن ګوانګ له معترضینو نه غواړي چې په سوله ییز ډول د پوهنتون له انګړ څخه ووځي.

د پوهنتون مشر ویلي که معترض له "زور" نه کار وانخلي پولیس به قوه ونه کاروي.

په هانګ کانګ کې له پنځو میاشتو راپدې خوا د سیمه ییز حکومت پر ضد مظاهره روانه ده.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې مارېس پېن په هانګ کانګ کې د تشدد پر زیاتېدو سخته اندېښنه ښودلې ده. مېرمن پېن وایې چې اسټرالیا د هانګ کانګ له حکومت او معترضینو څخه غوښتي چې د "امکان تر حده دې له حداقل تشدد نه کار واخېستل شي".

په پام کې ده چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ په هانګ کانګ کې د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې وشې. ناکراریو ددغو ټاکنو د ترسره کېدو په اړه یو لړ پوښتنې پېدا کړي دي.

د راروانو ټاکنو په ترڅ کې به د هانګ کانګ اوسېدونکي د ولسوالیو د ۱۸ شوراګانو لپاره ۴۰۰ وکیلان وټاکي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جېنګ شوانګ نن خبریالانو ته ویلي چې په هانګ کانګ کې روان وضعیت "سوله ییزه مظاهره نه، بلکې د ملکیانو پر ضد له تشدد ډک اعمال دي".

د هانګ کانګ پولېتخنیک پوهنتون محاصره دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:15 0:00

XS
SM
MD
LG