د لاس رسي وړ اتصالات

اسمعیل خان یو ځل بیا د موقتي حکومت د جوړیدو غوښتنه کړې


په هرات کې د حوت د څلورویشتمې غونډه د شهیدانو په غونډۍ کې د پنجشنبې په ورځ جوړه شوې وه.
په هرات کې د حوت د څلورویشتمې غونډه د شهیدانو په غونډۍ کې د پنجشنبې په ورځ جوړه شوې وه.

د پخوانیو مجاهدینو یو قوماندان او د افغانستان د اوبو او بریښنا پخواني وزیر محمد اسمعیل خان د حوت د څلورویشتمې ورځې د ۳۹ مې کلیزې په مناسبت د پنجشنبې په ورځ هرات کې یوې غونډې ته په وینا کې د ملي یووالي د حکومت پر مشرانو کلک انتقادونه وکړل.

دا غونډه، چې د هرات ښار د شهیدانو په غونډۍ کې جوړه شوې وه، د دغه ولایت د ملکي او امنیتي ادارو د چارواکو او منسوبینو د ګډون سربیره د پارلمان یو شمیرغړو او په سلګونو هراتیانو هم په کې ګډون کړی وو.

د پخوانیو مجاهدینو دغه قوماندان چې د جمعیت اسلامي د ګوند د لوړپوړو چارواکو په ډله کې شامل دی، په افغانستان کې د راروانو ټاکنو په هکله هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې په باور یې راروانې ټاکنې به په شفافه توګه ترسره نه شي>

اسمعیل خان وویل، چې د همدې له امله دې د ملي یووالي د حکومت د مشران استعفی وکړي او یو موقتي حکومت دې جوړ شي.

محمد اشمعیل ادعا وکړه، چې د ملي یووالي حکومت بشپړ مشروعیت نه لري او هم دغه حکومت په هیواد کې د امنیت په ټینګیدو کې پاتې راغلی دی.

هغه ګواښ وکړ، که چیرې افغان حکومت د فراه ولایت د امنیت په ټینګیدو کې پاتې راشي، نو د ښاغلي اسمعیل خان پر وینا "مجاهدین" به د ناامنیو د ختمولو لپاره لاس په کار شي.

د هرات والي محمد اصف رحیمي، دې غونډې ته وویل، چې د اوسني نظام پر خلاف د اواز پورته کول د افغانستان دښمنانانو ته روحیه ورکوي او د مخالفو وسله والو پیاوړي کیدو سره مرسته کوي.

د هرات والي وویل، چې د نظام مخالفان دې په غیرې منطقي ګواښونو د نظام مشروعیت تر پوښتنې نه راولي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د پخوانیو مجاهدینو دا قوماندان په افغانستان کې د موقتي حکومت د جوړیدو غوښتنه کوي.

هغه څه موده وړاندې هم په افغانستان کې د لویې جرګې د جوړیدو غوښتنه کړې وه.

خو افغان حکومت مشرانو د موقتي حکومت د جوړیدو غوښتنې په کلکه ردې کړي او ویلي دي، چې د ملي یووالي حکومتبه تر خپلې قانوني مودې پورې کار ته دوام ورکړي.

د حوت څلورویشتمه هرکال په هرات او د افغانستان په یو شمیر ښارونو کې د دغې ورځې د قربانیانو سره د خواخوږۍ او خلق دیموکراتیګ ګوند په مشرۍ د نظام د غندلو لپاره لمانځل کیږي.

د ۱۳۵۷ کال د حوت په ۲۴ مه د نور محمد تره کي په مشرۍ حکومت په هرات کې په هغو زرګونو کسانو بمبارۍ وکړې، چې د رژيم په خلاف یې پراخه لاریون کړی وو.

په دې بمباریو کې په سلګونو هراتیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

XS
SM
MD
LG