د لاس رسي وړ اتصالات

د کانګرس په ماڼۍ د برید د پلټنو ځانګړې کمیټې د ټرمپ محاکمه کیدل وغوښتل


د متحده ایالاتو د کانګرس ځانګړې کمیټه چې د کانګرس په ماڼۍ د ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۶ مې د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د پلویانو د بلوا په هکله څیړنې کوي، دوشنبه ډسمبر ۱۹ (لیندۍ ۲۸) یې وړاندیز وکړ چې د عدلې وزارت ښاغلی ټرمپ محاکمه کړي.

دې کمیټې د څه باندې یو نیم کال پلټنو په وروستۍ غونډې کې وویل چې مخکني جمهور رئیس په غیر قانوني توګه پلان درلود چې د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو نتیجه ونه مني او په واک کې د پاتې کیدو لپاره یې خلک تشدد کولو ته هم هڅولي و.

د امریکا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د استازو مجلس یوې کمیټې چې ۷ دموکراتان او دوه جمهوري غوښتونکي یې غړي دي، د رایو په غوڅ اکثریت د څارنوالانو وغوښتل چې د امریکا د مخکني مشر پر ضد څلور تورونه ثبت کړي.

ټرمپ د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د دموکرات ګوند کاندید او اوسني جمهور رئیس جو بایډن سره په سیالیو کې ماتې وخوړله خو تر دې دمه ادعا کوي چې په انتخاباتو کې ټګي برګې شوې وه او دا چې هغه د انتخاباتو ګټونکی دی.

د تحقیقاتو ځانګړې کمیټي په ډونالډ ټرمپ چې ویلي یې دي په ۲۰۲۴ کال کې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته ځان کاندیدوي، څلور تورونه ولګول.

بغاوت ته هڅونه او همکاري، د کانګرس د رسمې غونډې مخه نیول چې په انتخاباتو کې د جمهور رئیس جو بایډن بری یې تائیدوه، د متحده ایالاتو د تیر ایستلو لپاره دسیسه او د غلطې بیانیې لپاره دسیسه کول، هغه څه دي چې په ښاغلي ټرمپ یې تورونه لګول شوي.

خو دا کمیټه نشي کولی په کوم چا جنایي تورونه ولګوي او یوازې د دا ډول اقدماتو غوښتنه کولی شي.

د کمیټې دا ارزیابي د هغو جنایي تحقیقاتو سره مرسته کولی شي چې همدا اوس د ښاغلي ټرمپ او د هغه د ملګرو په خلاف روان دي چې د عدلې وزارت ځانګړی سلاکار جیک سمیت یې د لوی څارنوال مریک ګارلینډ د مشرۍ لاندې کوي.


په عین حال کې مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د دې کمیټې د تحقیقاتو د نتیجې په غبرګون کې ادعا کړې چې د دې تحقیقاتو هدف دا دی چې هغه پرې نښودل شي د جمهوري ریاست انتخاباتو ته ځان کاندید کړي.

ښاغلي ټرمپ په یوې اعلامیې کې ویلي، "هغوي پوهیږي چې زه یې ګټم او هر ډول محاکمه کیدل د دواړو ګوندونو هڅه وي چې ما څنډې ته کړي".

ټاکل شوې چې دا کمیټه په همدې روانې اوونۍ کې خپل نهایي راپور خپور کړي.

د متحده ایالاتو لوی څارنوال مریک ګارلینډ تیره میاشت د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په هکله د دوو فدرالي تحقیقاتو د مخته وړلو لپاره سابقه لرونکی څارنوال جیک سمیت د ځانګړي مفتش په توګه وګماره.

لوی څارنوال د ښاغلي ټرمپ څخه د تحقیقاتو لپاره د ځانګړي مفتش د ټاکلو په هکله په لنډې وینا کې چې د عدلې وزارت څخه یې وکړله، وویل چې دا پریکړه یې وروسته تر هغه وکړله چې مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او اوسني جمهور رئیس جو بایډن دواړو د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د کاندید کیدو نیت څرګند کړ.

لوی څارنوال وویل، " تازه پرمختګونو ته په کتو، زه دې نتیجې ته ورسیدم چې د ځانګړي مفتش ټاکل د ولس په ګټه ده".

ښاغلي ګارلینډ پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې د ځانګړي مفتش ټاکل کیدل پدې ټینګار کوی چې د عدلې وزارت په "دا شان ځانګړو حساسو موضوعاتو کې بې طرفۍ او مسؤل بللو ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG