د لاس رسي وړ اتصالات

مک کال: د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د امریکایي چارواکو سفر به د افغانانو سره خیانت وي


د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې د بهرنیو اړیکو د جرګه کۍ مشر مایکل مک کال د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د امریکا د حکومتي چارواکو د سفر په هکله جدي مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي که دا سفر وشي د افغانانو سره به خیانت وي.

ښاغلي مک کال دوشنبه جولای ۲۴ (زمري ۲) په یو لیک کې چې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ته یې استولی لیکلي، " زه لیکم چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د متحده ایالاتو د حکومتي چارواکو د سفر په هکله ټینګ مخالفت څرګند کړم. د طالبانو اوسني رژیم تر کنټرول لاندې افغانستان ته د امریکایي چارواکو د سفر کولو هر ډول هڅه به د وژل شویو او میلونونو افغانانو د یادونو سره خیانت وي چې لا هم د یو نیکمرغه، آزاد او دموکراتیک افغانستان هیله لري."

سره لدې چې تر اوسه نه سپینې ماڼۍ او نه هم د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د کوم امریکایي چارواکي یا چارواکو د سفر کولو په هکله څه ویلي خو ښاغلي مک کال پدې لیک کې لیکلي چې د متحده ایالاتو د تعامل سربیره طالبانو خپل کړه وړه لا پسې خراب کړي.

د استازو مجلس دې جګپوړي چارواکي په لیک کې د متحده ایالاتو د حکومت څخه غوښتي چې د طالبانو سره د اړیکو عادي کیدو پر ځای باید د نړیوالې ټولنې سره په ګډه کار وکړي او د طالبانو څخه د اصلاحاتو غوښتنه وکړي.

په لیک کې ویل شوي چې لا هم د طالبانو سره امریکایان برمته دي او لا هم طالبان د حکومت څوکیو ته د "القاعده چارواکي" ټاکي.

د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ مشر همدرانګه په لیک کې د طالبانو لخوا په افغان میرمنو د کار، تعلیم او ګرځیدو راګرځیدو بندیزونه او محدودیتونه یاد کړي او ویلي یې دي چې دا ډله د بشري مرستو رسولو چارې هم ګډوډي.

د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست میاشتې راپدیخوا چې طالبانو یو ځل بیا په افغاستان کې واک تر لاسه کړی او متحده ایالات په بشپړه توګه د افغانستان څخه وتلي، د امریکا د حکومت هیڅ کوم چارواکي افغانستان ته سفر ندی کړی.

امریکایي چارواکي وخت ناوخته په قطر کې چې طالبان پکې سیاسي استازولي لري، د دې ډلې د غړیو سره ګوري او د افغانستان څخه د امریکایانو او افغان متحدینو د تخلیې بهیر په هکله ورسره غږیږي.

ښاغلي مک کال ویلي چې همدا اونیز ملاقاتونه د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ د تعامل اړتیا پوره کوي.

دې امریکایي قانون جوړوونکي همدرانګه ویلي چې د طالبانو تر کنټرو لاندې افغانستان ته د امریکایي چارواکو په سفر کولو سره به د طالبانو اوسني حکومت ته مشروعیت ورکړل شي او د متحده ایالاتو د ګټو پر مخ وړلو لپاره به هیڅ ګټه ونکړي خو د طالبانو "عیش او نوش" به لا قوي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لا د مک کال د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي. همدغه راز داسې راپورونه هم نشته چې امریکايي مقامات دې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان ته سفر کړی وي، خو د طالبانو له بیا واکمن کېدو روسته یو شمېر امریکايي چارواکو په قطر کې له ځینو طالب مشرانو سره ملاقاتونه کړي دي.

ځینو بهرنیو چارواکو تازه افغانستان ته سفرونه پیل کړي چې د طالبانو رژیم سره د اړیکو عادي کیدو سره مرسته کوي.

د بریتانیا د پارلمان یو غړي افغانستان ته د سفر کولو څخه وروسته په یوې لیکنې کې د بریتانیا له حکومت څخه غوښتي ‌وو چې له طالبانو سره دې مذاکره او تعامل وکړي او په کابل کې دې بېرته خپل سفارت پرانیزي. هغه بیا په دې اړه یوه ویدیو هم خپره کړې وه.

خو د دفاعي کمېټې دې مشر توبیاس ایلوود وروسته له هغه د طالبانو سره د تعامل په اړه خپله خپره کړې ویدیو ړنګه کړه چې د خلکو له سختو انتقادونو سره مخامخ شو.

تر دې دمه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

XS
SM
MD
LG