د لاس رسي وړ اتصالات

څنګه یو ۱۰ ثانیې ویدیو په ۶.۶ میلیون ډالره خرڅه شوه؟


د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر کې د امریکا د فلوریډاپه ښار کې میشت کلکسیونر پابلو رودریګوز فرایلي، ۶۷ زره ډالر په یو ویدیویي هنري اثرولګولې چې هغه په انټرنیټ کې په وړیا توګه نندارې ته وړاندې کړي، خو دغه لنډه ویدیو تیره اونۍ په ۶.۶ میلیون ډالرو خرڅه شوه.

ویدیو چې اصلي نوم یې مایک وینکلمن دی، د بلاک‌چین تکنالوژۍ په مرسته چې ډیجیټلي محتویات ثبت او تاییدوي د اصلي ډیجیټلي اثرپه توګه تائید شویده.

د کروناویروس وبا د خپریدو وروسته د بلاک‌چین تکنالوژي چې "د نه بلیدونکې نښې" په توګه هم یادیږي زیات شهرت او لیوالتیا ترلاسهکړې او په هغه سره په آنلاین فضا کې موجود اصلي اثار "د اصلي مالک" په نوم یادیږي.

ښاغلي رودریګوز فرایلي ددغه تکنالوژۍ د اهمیت په اړه د رویترز اژانس ته وویل: "کولای شئ لوفغ [موزیم] ته لاړ شئ او د مونا لیزا [دانځورګرۍ اثر] تصویر واخلئ. خو دغه تصویر ارزښت نلري، ځکه دغه [عکس] اصلي منشا او کاري تاریخچه نلري."

د نه بلیدونکي نښانه هغو شیانو ته ورکول کیږي چې پر یو شخص پورې اړوند وي او پدې دلیل چې بې مثله دي، د نورو شیانو سره دبدلیدو وړ ندي.

د رودریګوز فرایلي ویدیو چې په کمپیوتر کې جوړه شوې د ډونالډ ټرمپ ستر انځور ښیي چې پر ځمکه لویدلی او په ټول بدن یې شعار لیکل شوی دی.

اوس د بلک‌چین او د نه بدلیدونکو اقلامو د په نښه کولو تکنالوژي زیات مشهور شوي او هره ورځ په کې نور ډیجیټل محتویات ورزیاتیږي. دغه تکنالوژي د بت‌کوین په شان چې ډیجیټلي اسهار دي په زرغرده د ودې په حال کې دي.

XS
SM
MD
LG