د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د نوي کانګرس څومره غړي په بهر کې زیږیدلي امریکایان دي؟


په یوې تازه څیړنې کې څرګنده شوې چې د متحده ایالاتو د کانګرس د ۱۱۷ مه دورې غړي د نژاي او قومي جوړښت له کبله تر ټولو متنوع و او ۱۸ غړي یې داسې امریکایان و چې په بهر کې زیږیدلي و خو وروسته یې د امریکا تابعیت اخیستی و.

د پیو څیړنیز مرکز شنبه نومبر ۱۹ (لړم۲۷) ویلي چې د کانګرس د نوې دورې غړي چې ټاکل شوې د ۲۰۲۳ کال د جنوري د میاشتې په ۲مې نیټې سوګند وکړي، ښایي د ۱۱۷ مې دورې په شان متنوع وي.

سره لدې چې لا هم د نومبر میاشتې د اتمې نیټې د انتخاباتو بشپړ نتایج لا ندي اعلان شوي او لا هم څرګنده نده چې د نوي کانګرس غړي به څومره دموکراتان او څومره جمهوري غوښتونکي وي، خو پدې څیړنه کې معلومه شوې چې ښایي دا ځل به د کانګرس د ۱۱۸ مې دورې په غړیو کې ۱۶ یې داسې وي چې د متحده ایالاتو څخه بهر په نورو هیوادون کې زیږدلي خو وروسته یې د دې هیواد تابعیت تر لاسه کړی.

سره لدې چې دا به د کانګرس د نویو غړیو درې په سلو کې وي خو بیا هم د پخوا په پرتله ډیر متنوع دی.

د ۱۸۸۷ څخه تر ۱۸۸۹ پورې د کانګرس ۸ په سلو کې غړي داسې کسان و چې په متحده ایالاتو کې نه و زیږیدلي.

د پیو څیړنیز مرکز په څیړنې کې دا هم ویل شوي چې د کانګرس په ۱۱۷ مې دورې کې ډیری داسې غړي و چې لږ تر لږه یا یې مور او یا یې هم پلار په کوم بل هیواد کې زیږیدلی و.

تیر ځل د کانګرس ۱۳ په سلو کې غړي یا پخپله کډوال و او یا یې مور او پلار متحده ایالاتو ته د کډوالو په توګه راغلي و خو په ۱۱۸ مې دورې کې ټاکل شوې چې دا رقم ۱۴ په سلو کې وي.

پدې څیړنې کې دا هم څرګنده شوې چې د کانګرس د ۱۱۷ مې دورې غړي ۳ په سلو کې هغوي و چې په نورو هیوادونو کې زیږیدلي و پداسې حال کې چې په ۲۰۱۹ کال کې د متحده ایالاتو د ټولو وګړیو څخه ۱۳ په سلو کې په بهر کې زیږیدلي امریکایان و.

اوس مهال د کانګرس ۱۸ غړي په بهر کې زیږیدلي امریکایان دي چې د دموکرات او جمهوري غوښتونکي ګوند غړي دي.

د کانګرس دا غړي په کیوبا، ډومنیک جمهوریت، اکواډور، ګواټیمالا، جاپان، مکسیکو، هند، پولینډ، سومالیه، جنوبي کوریا، تایوان، اوکریان او ویتنام کې زیږیدلي خو وروسته یې د امریکا تابعیت تر لاسه کړی.

د متحده ایالاتو د قوانیننو له مخې هر څوک چې ددې هیواد تابعیت ولري او په ځانګړو شرایطو برابر وي، کولی شي چې د کانګرس د سنا او یا د استازو د مجلس غړی شي.

د سنا مجلس د غړیتوب لپاره شرط دا دی چې باید عمر یې باید لږ تر لږه ۳۰ کاله وي، نهه کاله د متحده ایالاتو تابعیت ولري او هغه ایالت اوسیدونکی وي چې ځان یې تر کاندید کړی وي.

او د استازو د مجلس لپاره به د عمر اندازه ۲۵ کاله دی. بل شرط یې دا دی چې باید لږ تر لږه ۷ کاله یې د امریکا تابعیت لرلی وي او هماغه ایالت اوسیدونکی وي چې ځان پکې کاندید کوي.

د استازو د مجلس د غړیتوب دوره ۲ او د سنا بیا ۶ کاله ده.

XS
SM
MD
LG