ټاکل شوې چې په متحده ایالاتو کې د منځنۍ دورې انتخابات د نومبر د میاشتې په دریمه نیټه وشي او څرګنده به شي چې د جهمور رئیس ډونالډ ټرمپ د حکومت په پاتې دوره کې د استازو او سنا په مجلس کې اکثریت د جمهوري غوښتونکو سره پاتې کیږي او که دیموکراتان مخکې کیږي.
په متحده ایالاتو ک د منځنۍ دورې په انتخاباتو کې دا ځل ډیر پام د آیوا ایالت ته اوښتی چې د امریکا په منځني لویدیځ کې پروت دی. دا ایالت نږدې درې نیم ملیونه وګړي لري چې نږدې دوه ملیونه یې په انتخاباتو کې فعاله ونډه اخلي.
دا ځل پدې ایالت کې نه یوازې د استازو مجلس بلکې د سنا مجلس یوې څوكۍ او همدرانګه د دې ایالت د والي د مقام لپاره هم رایه ورکوونکي رایې ورکوي.
دا ایالت د استازو په مجلس کې څلور او د سنا په مجلس کې دوه څوکۍ لري چې شپږ واړه یې د جمهوري غوښتونکي ګوند پورې اړه لري. د منځنۍ دورې دې انتخاباتو کې چې ټاکل شوې د نومبر په دریمې نیټې وشي د استازو مجلس څلور واړه او د سنا مجلس لپاره یوه څوکۍ د سیالۍ لپاره وړاندې کیږي.
جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د اکټوبر د میاشتې په ۲۲ مې د آیوا ایالت ته ولاړ او په انتخاباتو کې یې خلکو د ګډون په هدف له خلکو وغوښتل چې دا ځل په انتخاباتو کې داسې وګڼي لکه دی چې پخپله کاندید وي.
آیوا زراعتي ایالت دی چې اکثریت بزګران یې سویابین او جوار کري.
فورم \ دبحث خونه