د لاس رسي وړ اتصالات

په ټاکنو کې د مسلمانانو د رایو اهمیت


د امریکایي مسلمانانو په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې د بدلون سره د هغوی په سیاسي وفادارۍ کې هم توپیر رامنځته کیږي.
د امریکایي مسلمانانو په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې د بدلون سره د هغوی په سیاسي وفادارۍ کې هم توپیر رامنځته کیږي.

په متحده ایالاتو کې سیاسي کارپوهان په دې اند دي چې د امریکا د سږکال د نومبر د میاشتې د جمهوري زیاست په ټولټاکنو کې به یو زیات شمیر امریکایي مسلمانان د دموکرات گوند کاندیدې هیلري کلنټن ته رایې ورکړي.

د متحده ایالاتو په تیرو ټاکنو کې د امریکا اکثره مسلمانانو چې د مذهب پلویان او د سقط جنین مخالفین وو، د جمهوري غوښتونکي گوند کاندید ته رایې ورکولې.

خو اوس اکثره مسلمانان وايي چې هغوی به د دموکرات ګوند کاندیدې هیلري کلنټن ته ددې لپاره رایې ورکړي چې سپینې ماڼې ته د ډانلد ټرمپ مخه ونیسي.

عظیم رحمان چې د ورجینیا ایالت د فالز چرچ په سیمه کې د دارالهجره جومات ته راغلی و، وایي "مونږ ټول یو ډول نظر لرو. مونږ نشو منلی چې زمونږ په اړه داسې تبلیغات خپاره شي چې همدا اوس دوام لري."

خو مسلمانه امریکایۍ سارا سویراني وایي مهمه ده چې د اسلام څخه ویره سپینې ماڼۍ ته ونرسیږي.

آرشیف- یوه امریکایي مسلمانه په نیویارک ښار کې د لاریون په مهال
آرشیف- یوه امریکایي مسلمانه په نیویارک ښار کې د لاریون په مهال

میرمن سویراني زیاتوي "نو ټول هغه مسلمانان چې د رایه ورکولو لپاره ثبت شوي نه دي باید ځانونه ثبت کړي او دموکراتانو ته رایه ورکړي."

د دارالهجره د بهرنیو اړیکو مشره فاضیه دین وایي "دا یو مهم کال دی. یو پلو کلنټن ده او بل پلو د ټرمپ په څیر دا لیونی سړی دی. که مونږ رایه ورنکړو، نو ټرمپ ښايي راشي."

د فاضیه دین په څیر زیاتره مسلمان امریکایان مهاجر دي. ټولپوښتنې څرګندوي چې د درې اعشاریه پنځه میلیون نه ډیرو امریکایي مسلمانانو څخه اکثریت دموکرات گوند ته لیوالتیا لري.

د جورج ټاون د پوهنتون څخه جان اسپوسیتو وایي "په تاریخي لحاظ دموکرات ګوند د خلکو د یو ګوند په توګه پاتې شوی دی. جمهوري غوښتونکي ګوند ته اوس هم د هغو خلکو د ګوند په توګه کتل کیږي چې امتیازات او اصلي واک لري."

دموکرات ګوند ته تگ ځکه زیات شوی دی چې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید ډانلډ ټرمپ خبرې د مسلمانانو پر خلاف ګڼل کیږي.

که څه هم د امریکايي مسلمانانو رایې کمې دي، خو فعالین وايي چې د فلوریډا، اوهایو، ورجنیا، مشیګن او پنسلوانیا په ایالتونو کې د مسلمانانو ټولنې کولای شي خپل اهمیت څرګند کړي.

خو څیړونکي وايي چې په اوږده مهال کې چې د امریکایي مسلمانانو په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې توپیر راځي، نو د هغوی په سیاسي وفادراۍ کې به هم توپیر رامنځته شي چې دا، د سیاسي کارپوهانو په وینا، د ډموکراسۍ او مسلمانانو لپاره یو ښه زیری دی.

XS
SM
MD
LG