د لاس رسي وړ اتصالات

څه ډول د وېښتانو تویېدو مخنیوی وکړو؟


د وېښتانو د تویېدو د مخنیوي لپاره زیاتې لارې چارې شته، خو لومړی باید هغه عامل پیدا شي چې د دغه کار سبب کیږي.

په یوه شپه او ورځ کې تر ۱۰۰ پورې وېښتانو تویدل یا ختل کاملاً طبعیي بلل کیږي، خو که چیري د ويښتانو تویېدل له دې زیات وي باید ډاکټر ته مراجعه وشي.

د دې لپاره چې د وېښتانو تویېدل د ډیرو انسانانو لپاره د اندېښنې وړ خبر ده، د لامل د پيدا کېدو او مخنیوي لپاره یې ګڼې څېړنې شوي او د بېلابېلو لارو چارو سپارښتنه شوې ده.

مدیترانه ای غذايي رژیم: چې د خامو، سبزیجاتو، تازه سابو، مېوو، مغزیاتو، غلې، حبوباتو او کبانو څخه ډک دی د تر سره شوو څېړنو په اساس د وېښتانو د تویېدو مخنیوي یا کمو ختلو په برخه کې ګټور ثابت شوي دي.​

پروتین: د ويښتانو د ريښې جوړولو اساسي جز دی، په ۲۰۱۷ کال کې د یوې کوچنۍ څېړنې له مخې په بدن کې د پروتین کمښت د ويښتانو تویېدو یا ختلو سبب ګرځي، د دې سره سره چې پوهانو په دې برخه کې د لازیاتو څېړنو باندې ټينګار کړی دی، د پروتنیو لرونکو غذاو خوړل د ويښتانو ختلو یا تویېدلو د مخنیوي په برخه کې بې ګټې نه بولي، هګۍ، مغزیات، لوبیا، نخود، کبان، کم غوړ لرونکي لبنیات او د چرګ غوښۍ د ښو پروتین لرونکو منابعو په توګه پيژندل شوي دي.

ویټامین A: د ويښتانو د پیاوړي کېدونکو موادو په توګه پيژندل شوي دي، دغه ویټامین د سیبوم په تولید کې د مرستې په کولو سره، غوړه ماده چې په طبیعي ډول تر پوست لاندې غدو کې رامنځته کیږي او پوستکی غوړ ساتي، د سر د پوستکي سلامتیا تامینوي او د ویښتانو د ښه ودې سبب ګرځي.

همدارنګه ویټامین سي، ویټامین بي او زینک: هم د وښتانو د ښه پاتې کېدو او ډير وخت دوام او د تویېدو د مخنیوي لپاره مهم بلل کیږي، سبزیجات، مېوې او لبنیات د دغه ويټامنونو ښه منابع دي.

د نارګيل غوړي: په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د تر سره شوي څېړنې پر اساس، د ارایشي موادو او په لمر کې د «ماورای بنفشه شعاو» په برابر کې د ویښتانو څخه ساتنه کوي،د سر پوست په دغو غوړو سره غوړول د ویښتانو بېخونو ته د وینې جریان په ښه توګه رسېدلو او ښه ودې کې مهم بلل شوي دي.

په منظم ډول د ویښتانو مینځل: د ویښتانو تویېدو یا ختلو د مخنیوي بله لار ده چې کولای شي د سرپوست پاک او سالم وساتي،خو مهمه داده چې د ویښتانو د مینځلو لپاره یوه معتدله او د ښه کیفیت لرونکي شامپو څخه استفاده وشي، هغه شامپوي چې تیز او تند خاصیت لري، د ویښتانو د خشک کېدو او زیاتو ختلو یا تویدلو سبب کیږي.

ساده او ملایم ارایش: د ویښتانو د ساتلو لپاره ګټور بلل کیږي، ويښتانو د ځلا ورکولو، په لوړ حرارت سره د ويښتانو وچول، په ځانګړي ډول په اتو سره د وېښتانو صافول د ويښتانو د تخریب او ماتولو یا په عامه اصطلاح د «وېښتانو خوړلو» «موی خوره» سبب ګرځي. ښه خبر داده چې ويښتان په طبعي او ازاده هوا کي وچ شي.

د کیمیاوي موادو استعمال: په ځانګړي ډول د ېښتانو رنګول د سر د ويښتانو د تخریب او تخریش سبب ګرځي، ډاکټران سپارښتنه کوي چې د ويښتانو د رنګ د تغیر لپاره ښه داده چې طبعي رنګونو څخه استفاده وشي او د حاوي امونیا، او پراکساید او نورو کیمیاوي موادو له کارولو څخه ډډه وشي.

د سر د پوست مالشول یا غوړول: لکه څرنګه چې د انسان د ښه احساس او ارامۍ سبب ګرځي، په همدې اندازه د ويښتانو د ودې لپاره هم ګټور تمامیږي،د یوې لنډې څېړنې په اساس، هغه ګډون کوونکي چې په ورځ کې د څلورو دقیقو لپاره خپل د سر پوست مالش کوي، تر شپږو میاشتو وروسته یې مثبته نیتجه تر لاسه کړې ده او په زیاته اندازه د سر وېښتانو له ختلو څخه مخنیوی شوی دی.

یوګا: د دې ترڅنګ چې تشویش، اضطراب او استرس کموي، د ویښتانو له سلامت پاتکېدو سره مرسته کوي، تشویش، عصبي او رواني فشارونه د وېښتانو تویېدو سبب ګرځي.

له دې سره سره د وېښتانو کمېدل او زیات تویېدل یوه طبیعي پدیده ده، شااوخوا نیمايي نارینه تر ۴۰ کلنۍ پوري او تر ۷۰ کلنۍ پورته نیمايي ښځې د خپل د سر زیات وېښتان له لاسه ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG