د لاس رسي وړ اتصالات

هکبي: د اسرائیلي مېشت ځایونو باندې د بریتانیا د سوداګرۍ بندیز به د امریکا غبرګون وپاروي

په اسرائیل کې د امریکا سفیر مایک هکبي وايي، د لوېدیځې غاړې په اسرائیلي مېشت ځایونو کې پر تولید شویو توکو د بریتانیا د سوداګرۍ بندیز به ښايي د امریکا غبرګون وپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې دا اقدام ښايي پر بریتانوي شرکتونو «ستر اقتصادي اغېز» ولري، ځکه ځینې شرکتونه ممکن په امریکا کې په ځینو ایالتونو کې له فعالیت څخه منع شي.

بریتانیا د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي مېشت ځایونو تولید شوي توکي به منع کړي.

لندن وايي، په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي مېشت ځایونو پراختیا د فلسطیني دولت د جوړېدو او د دوو دولتونو د حل لارې امکانات ګواښي.

د بریتانیا دا پرېکړه د اسرائیل سخت غبرګون راپارولی. د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرتزوګ بریتانیا د اسرائیل په کورنیو چارو کې په «ښکاره لاسوهنه» تورنه کړې ده.

هرتزوګ ویلي چې بندیزونه د ستونزې حل نه دی او پر ځای یې باید خبرې وشي.

د اسرائیل ولسمشر خبرداری ورکړی چې که نور هېوادونه هم له بریتانیا سره یوځای شي، ښايي دا پرېکړه «د تاریخ په ناسم لوري» کې واقع شي.

د بریتانیا او اسرائیل ترمنځ د توکو او خدماتو سوداګري په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا شپږ میلیارد پونډه وه. خو تمه کېږي چې یوازې د مېشت ځایونو پر تولیداتو بندیز به د دواړو هېوادونو پر ټولیزې سوداګرۍ محدود اغېز ولري، ځکه د دغو مېشت ځایونو تولیدات د ټولې سوداګرۍ یوه کوچنۍ برخه جوړوي.

اسپانیا، ایرلنډ او هالند هم په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي مېشت ځایونو د تولیداتو د واردولو د بندولو لپاره ګامونه اخیستي، خو د دغو هېوادونو ټول بندیزونه لا نه دي عملي شوي.

فرانسه، کاناډا او ناروې هم سږ کال د اسرائیلي مېشت ځایونو پر وړاندې بندیزونه لګولي دي.

په ورته وخت کې، د بریتانیا لپاره یوه مهمه ستونزه دا ده چې په مېشت ځایونو کې تولید شوي توکي په دقیقه توګه له هغو توکو جلا کړي چې د اسرائیل دننه تولید شوي دي.

بریتانیا له دې وړاندې هم د مېشت ځایونو د محصولاتو لپاره د تعرفو او د توکو د لېبل کولو ځانګړي مقررات لرل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG