د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د بشري حقونو د نړیوال سازمان راپور رد کړ


د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیری د بشري حقونو راپور رد کړ او ویې ویل وی لوی درستیز یې هېڅکله داسې کومه خبره نه ده کړې.
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیری د بشري حقونو راپور رد کړ او ویې ویل وی لوی درستیز یې هېڅکله داسې کومه خبره نه ده کړې.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیری وايي چې لوی درستیز هېڅکله هم د بشري حقونو پر ضد کومه خبر نه ده کړې.

د بشري حقونو نړیوال سازمان له ولسمشر غني څخه غوښتي وو چې باید د خپل لوی درستیز هغه وینا رد کړي چې خپلو عسکرو ته د جنګي جرم په صورت کې له مجازاتو نه مصونیت غواړي.

ښاغلي وزیري د امریکا غږ اشنا ته وویل " زه خودا کاملاردوم. دافغانستان د وسله وال ځواک لوی درستیز قطعا داسی کومه خبره نده کړی چی زموږ پوځیان په ازاد ملک افغانستان کې عملیات وکړي او په هغو کې بشری حقونه،قوانین یا دملگرو ملتونو هغه قوانین چې په هغو کې بشری حقونه د پښو لاندې کېږی، هغې ته درناوی ونه کړي. دهغه هدف داو چی زموږ دوسله وال پوځ ځواکونه په دښمن باندې په مخالفینو باندې رحم ونکړي او هغوی ته په وسله ځواب ورکړی."

ښاغلي وزیري وویل افغان پوځ د رهبرۍ هېئت ټول وخت په دې تاکید کړی دی چی ملکي تلفات باید رامنځته نشي او چاته زیان ونه رسیږي، ده وویل هغه ملکي تلفات رامنځته نشي.

د بشري حقونو راپور

د بشري حقونو نړیوال سازمان وایي جمهور رئیس اشرف غني باید د خپل لوی درستیز هغه وینا رد کړي چې خپلو عسکرو ته د جنګي جرم په صورت کې له مجازاتو نه مصونیت غواړي.
دغه نړۍ وال سازمان د دوشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي، ولسمشر غني چې د افغانستان د وسله وال ځواک اعلی سر قوماندان دی، باید خپل ځواکونه دیته ژمن کړي چې د جګړې د قوانینو درناوې وکړي او خپلو قوماندانانو ته دا خبره ابلاغ کړي چې که هغوی دا قوانینتطبیق نکړي نو لهاصولي اقداماتو سره به مخامخ شي.

د افغانستان لوی درستیز جنرال قدم شاه شاهین د جون میاشتې په څوارلسمه یعنې لهنن نه ۱۶ ورځې مخکې په بدخشان کې نظامیانو ته د وینا په وخت کې ویلي وو چې د وسله والو نښتو قوانین پر حکومتي ځواکونوصدق نه کوي یا پرې نه تطبیق کېږي.

XS
SM
MD
LG