د لاس رسي وړ اتصالات

۴۷۸ افغانانو د تابعیت پرېښودو غوښتنه کړې- د عدليې وزارت


د افغانستان پاسپورت

د افغانستان د عدليې وزارت وایي چې په ۲۰۱۹ کې ۴۷۸ افغانانو دخپل هېواد تابعیت پرېښودو عریضې کړي دي.

د عدليې وزارت ویاند امان ریاضت وايي چې د دغو کسانو له ډلې د ۱۵ کسانو د تابعیت پرېښودو بهیر بشپړ شوی او د نورو په دوسیو باندې کار روان دی.

هغه وویل هغو کسانو چې د افغانستان د تابعیت پرېښودو غوښتنې کړي دي، په منځنۍ اسیا، ایران، روسیې، اتریش، هالنډ او ځینو نورو هېوادونو کې ژوند کوي.

ښاغلي ریاضت وویل چې د دغو کسانو د تابعیت پرېښودلو عمده دلیلونه دوه دي: په بهرنیو هېوادونو کې واده کول او د دغو هېوادونو قانوني محدودیتونه.

دا په داسې حال کې ده چې تېرکال یو شمېر نورو کسانو بیا د افغانستان د تابعیت اخیستلو لپاره عریضې کړي دي.

د عدلي وزارت ویاند وویل:" ۱۷ کسانو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري غوښتي چې د افغانستان تابعیت ورکړل شي. د هغوی دوسیې د افغانستان عدليې وازرت ته رسېدلي دي. په دوی کې اکثریت د ازبکستان، مصر او برتانیا اتباع دي."

په ۲۰۱۸ کې هم شاوخوا ۴۰۰ افغانانو د بېلابېلو دلایلو له کبله د خپل هېواد تابعیت پرېښی و.

د افغانستان د عدليې وزارت د رسمي ارقامو په اساس په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې ۲۹۰۰ افغانان د خپل هېواد له تابعیت څخه لاس په سر شوي دي.

XS
SM
MD
LG