د لاس رسي وړ اتصالات

د ایسایس توپان د امریکا د فلوریډا ایالت ته نږدې شوی


دا توپان فلوریډا ته پداسې حال کې نږدې کیدونکی دی چې دغه ایالت د کرونا ویروس سخت ځپلی.

د ایسایس توپان چې سخت باد او جاکړ ورسره ملی دی، نن د یکشنبې په ورځ، اګست ۲ (زمري۱۲) د فلوریډا ایالت ختیځو برخو ته نږدې شوی.

په توپان کې د باد چټکوالی په ساعت کې شاوخوا ۷۲ کیلو متره اټکل شوی دی.

د امریکا د توپان ملي ادارې ویلي چې سهار مهال د توپان د باد چټکوالی کم شوی او د ویسټ پام د ساحل د جنوبې ختیځې خوا نه شمال لویدیځې خوا ته یې مخه کړیده. دغه ادارې ویلې چې په توپان کې د باد چټکوالی په ساعت کې آن تر ۱۰۰ کیلو متره رسیده.

د امریکا د هوا پیژندنې د ادارې مسؤلینو ویلي چې د ایسایس توپان ښایي څو ورځې نور هم په همدې چټکوالي دوام وکړي او ممکن چې د فلوریډا ایالت نه وروسته به د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې د جورجیا ایالت د سواحلو نه تیر شي او د امریکا هغه ایالتونه به وځپي چې د اتلانتیک بحر په منځنۍ څنډه کې پراته دي.

د فلوریډا ایالتي چارواکو ویلي چې د اضطراري چارو مسؤلینو د پناه ځایونو بندوبست کړی او که ضرورت شي تر لسو زرو پورې کسانو ته د اوسیدو ځای پداسې شرایطو برابرولی شي چې د شخصي مصؤنیت ټول وسایل ولري.

د فلوریډا ایالت د دې نه وړاندې هم څو ځله توپانونو ځپلی او ایالتي چارواکو ټولې چارې په سمه توګه سمبالې کړي خو د کرونا د وبا له وجې د توپاونو سره ددې ایالت مبارزه ټکنۍ شوې.

د رویټرر خبري اژانس د معلوماتو له مخې په فلوریډا کې د کرونا د ویروس ۴۸۰۰۰۰ قضیې ثبت شوي او یوازې پدې تیرو څو اوونیو کې زرګونه تازه قضیې هم پکې ثبت شویدي.

XS
SM
MD
LG