د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې توپان ۵۱ تنه وژلي ; د ژغورنې او لټون عملیات پيل شوي


د ایین په نامه توپان چې یوه اوونۍ کیږي د متحده ایالاتو د فلوریډا ایالت یې سخت وځاپه، اوس یې د شمالي او جنوبي کارلیونا ایالتونو ته مخه کړې او ټاکل شوې په ختیځ ساحل کې د ورجینیا او نیویارک ایالتونو ته هم ورسیږي.

ایین چې یو تر ټولو قوي او ډیر زیان رسوونکی توپان دی، سخته څیلۍ او باران ورسره مل و. دې توپان یوازې د فلوریډا په ایالت کې ۲۷ تنه وژلي دي.

د ایین توپان لومړی کیوبا کې پیل شو او وروسته د مکسیکو د خلیج د لارې د متحده ایالاتو د فلوریډا ایالت ته را ورسید. سره لدې چې د توپان شدت اوس کم شوی خو په جنوبي کاریلونا کې یې ګڼ شمیر خلکو ته د سر او مال زیان رسولی.

په فلوریډا او جنوبي کاریلونا کې مسؤلین د ژوندي پاتې شویو او مړیو پسې ګرځي ځکه چې سلګونه زره کورونه د اوبو لاندې شوي.

ډیری ځپل شوې هغه سیمې دي چې د سمندر غاړې سره نږدې پرتې دي او لا یې هم بریښنا نده فعاله شوې.

د ایین توپان په شمالي کاریلونا کې هم ګڼ شمیر ونې او د بریښنا پایې چپه کړې او د شنبې اکټوبر ۱ (تلې۹) پدې ایالت کې تقریباً ۲۸۰ زره کسانو بریښنا نه درلوده.

سره لدې چې چارواکي لګیا دي د توپان څخه وروسته خلکو ته د رسیدلي مالي او ځاني زیان په هکله معلومات راټولوي، د سیمې یو شمیر اوسیدونکي وایي چې لا یې هم زړه ته نه لویږي چې د دومره زورو توپان څخه ژوندي پاتې شوي.

د متحده ایالاتو د توپان ملي مرکز وایي چې د ایین توپان په محلي وخت د جمعې په ماسپښین د جنوبي کاریلونا ایالت ته ورسیده او د باد چټکوالی پکې په ساعت کې ۱۴۰ کیلو مټره و.

خو د شنبې په سهار چې شمالي کاریلونا ته ورسید، باد پکې په ساعت کې نږدې ۶۰ کیلو مټره و.


د امریکا جمهور رئیس جو بایډن ویلي چې ښایي د دې توپان له کبله لس ګونه ملیارده ډالر زیان رسیدلی وي او د بیا رغونې چارې ښایي څو میاشتې وخت ونیسي.

بایډن وویل، " دا یوازې د فلوریډا لپاره نه بلکې د امریکا لپاره بحران دی".

د فلوریډا په ایالت کې ساحلي ګارډ وایي د هیلوکوپترو او کښتیو د لارې یې د ژغورنې ۱۱۷ ماموریتونه کړیدي او هغه کسان یې ژغورلي چې کورونه یې د اوبو لاندې شوي.

XS
SM
MD
LG